Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې وضعیت « د سپټمبر له بریدونو مخکني حالت ته ورته او یا ترې خراب » دی – زرداري

زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلام‌آباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.

خپور شوی

د

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي؛ په سیمه کې د وسله‌والو ډلو شتون د نړیوالې سولې لپاره ګواښ دی او یو ځل بیا یې د اسلام‌آباد هغه اندېښنې تکرار کړې، چې پر وینا یې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو له فعالیتونو» سره تړاو لري.

زرداري دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ په ډاګه کړي او د نړۍ له مشرانو څخه یې د اسلام‌آباد د شیعیه مسلمانانو پر جومات د برید له کبله له خواخوږیو مننه وکړه.

په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان دي.

د داعش وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ زرداري د نړیوال ملاتړ د غوښتنې تر څنګ ویلي؛ پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او ټینګار کوي، چې هیڅ یو هېواد په یوازې ځان د دې ګواښ پر وړاندې مقابله نشي کولی.

هغه وایي: « پاکستان له اوږده وخت راپدېخوا پدې دریځ ولاړ دی، چې ترهګري د یوه هېواد له‌خوا په یوازې ځان له منځه وړل کېدی نشي.»

نوموړي د پاکستان تجربې ټه نغوته( اشاره ) کړې او وایي: هر کله، چې «ترهګرو ډلو ته له ملي پولو هاخوا ځای، آسانتیاوې یا معافیت ورکړ شي؛ نو پایلې یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بې‌ګناه ولسونه زغمي.»

زرداري ادعا کړې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي، چې « له ۹/۱۱ نه مخکې حالت ته ورته یا ترې خراب دي» او وایي: دې وضعیت د سیمې پر امنیتي بدلونونو هم اغېز کړی دی.

اسلامي امارت تل دا ډول تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!