تازه خبرونه

په افغانستان کې پر جنګي جرمونو شکمن ځان د تېروتنې ښکار بولي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۸, ۱۴۰۰)

یوه ۷۶ کلن افغان، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د څرخي پله زندان پر قومندانۍ او سیاسي مخالفانو ته پر سپکاوی تورن شوی؛ د چارشنبې پر ورځ یې د هاګ محکمې ته ویلي، چې دا یوه هویتي تېروتنه ده.

هغه شکمن کس، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې؛ خو په محکمه کې د عبدالرفیف یاد شوی، قاضیانو ته ویلي: دی هغه کس ندی، چې تاسې یې په لټه کې یاست.

رویټرز راپور ورکړی، چې د قاضیانو لخوا د لګول شویو تورونو له مخې؛ رفیف په هالنډ کې پر جعلي نوم ژوند کولو هم تورن دی او هغه په ​​​​حقیقت کې عبدالرزاق عارف دی، چې د ۱۹۸۳ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ یې د چرخي پله د زندان د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

په افغانستان کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومتي چارواکو په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې د شوروي د یرغل پر مهال مجاهدینو د روسیې له ملاتړه د برخمن افغان حکومت پر ضد جګړه کوله او په دغه زندان کې د حکومت مخالفان ساتل کېدل.

څارنوالان وايي، رفیف په زندان کې د سیاسي بندیانو مسوول و، چې ویل کېږي په زندان کې یې بندیان نه یوازې په غیرانساني شرایطو کې ساتل، بلکې هغوی به یې تر مرګه وهل، ځورول او ربړوهم.

رویټرز راپور ورکړی، چې د هغه تر قومندې لاندې ساتونکیو هم ادعا کړې، چې بندیان یې وهلي، شکنجه کړي او ان اعدام کړي دي.

د اورېدنې پر مهال رفيف د قاضيانو ټولې پوښتنې د خپل هويت په اړه خپلو وکيلانو ته راجع کړې او څرګندوي، چې ناروغ، سرګردانه او څه يې په ياد ندي.

رفیف په ۲۰۰۱ کال کې هالنډ ته د پناه اخیستو لپاره راغلی و او بیا د هالنډ وګړی شو. هغه د نړیوالې محکمې د اصولو له مخې محاکمه کیږي.

هالنډ له دې وړاندې هم په افغانستان کې د پوځ د استخباراتو درې لوړ پوړي چارواکي د ورته جرمونو پر تور محاکمه کړي دي.

Trending

Exit mobile version