Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۱۷۲۶۷ ته رسیدلی؛ خو نن ترې دوه چارواکي مړه شوي

خپور شوی

د

په کندوز ولایت کې پر کرونا اخته دوه سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې مړه شوي، چې د هېواد د رسمي څرګندونو له مخې د دې ویروس ټول شمېر ۱۷۲۶۷ ته رسیدلی دی.   

د کندوز ولایت ویاند ویلي؛ د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق او د دې ولایت امنیه قومندان جنرال رشید بشیر، چې له څو ورځو راپدیخوا پر کرونا اخته ول؛ نن سهار ترې مړه شوي دي.

د کندوز والي ویاند عصمت مرادي ویلي، چې د دې ولایت د پولیسو مشر رشید بشیر نن سهار د کابل په یوه روغتون او د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق د کندوز په کوویډ – ۱۹ روغتون کې مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپديخوا په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له ۱۳۲۳ شکمنو بېلګو ۷۵۸ مثبتې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۴ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي او ۷۸ نور له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

دغه راز د  عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۷۲۶۷ ته رسیدلی؛ ۱۵۲۲ ترې روغ شوي او ۲۹۴ نور مړه دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مایار په ډاګه کړې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس معلومولو لپاره له افغانستان سره د ۱۰ دستګاوو مرسته کړې، چې تر دوه اوونیو به هېواد ته راورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ کابینې ته یوه طرحه وړاندیز کړې، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د څه باندې سل تلویزیونونو او دوه سوه ۳۱ راډیوګانو له لارې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره بېلابېل  پیغامونه خپاره کړي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!