Connect with us

تازه خبرونه

د فوټبال لوبغاړیو د جورج فلایډ په یاد د درناوي مراسم ترسره کړل

خپور شوی

د

د لیورپول ۲۹ لوبغاړیو په آنفیلډ لوبغالي کې د خپلې روزنیزې ناستې پر مهال د درناوي په پار پر ځمکه خپلې ګونډې ولګولې.

الجزیرې په ډاګه کړې؛ په امریکا کې د جورج فلایډ له مړینې او په دې هېواد کې له پراخو څو ورځنیو لاریونونو سره همهاله لیورپول فوټبال لوبغاړیو د دوشنبې پر ورځ په آنفیلډ لوبغالي کې د جورج فلایډ یادونه وکړه او د هغه په ویاړ یې پر ځمکه خپلې ګونډې ولګولې.

لوبغاړیو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې د خپلې دغې هڅې انځورونه د یووالي ځواک دی او د تورپوټکو ژوند ارزښت لري؛ خپاره کړل.

دا هڅه د جورج فلایډ پر مرګ د لیورپول لوبغاړو د پیوستون ښکارندویي کوي، چې د پولیسو په بند کې یې سا وختله.

د مانچسټر یونایټډ منډه وهونکي بریدګر مارکس رایشفورډ هم د جورج فلایډ پر مړینه غبرګون ښودلی او وایي: د تور پوټکي ژوند یوه اړتیا ده. تور فرهنګ درناوی غواړي. تورې ټولنې اهمیت لري. مونږ مهم یو.

پر انګلیسي پریمیر لیګ سربېره، د آلمان بونډس لیګا، بوروسیا ډورټمونډ لوبغاړي، جاډون سانچو او اشرف حکیمي په یوه لوبه کې  د ” جورج فلایډ لپاره عدالت ” له پیغام لرونکيو کمیسونو سره ډګر ته راودانګل.

باید یادونه وشي، چې تورپوټکی جورج فلایډ د می پر ۲۵ د امریکا په مینیاپولیس کې سا ورکړه،  چې یو سپین پوټکي پولیس یې پر اورمېږ د څو دقیقو لپاره خپل زنګون ته زور ورکړ.

د هغه مړینې د امریکا په څو ښارونو کې پراخه لاریونونه راوپارول.

 

تازه خبرونه

په کابل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور درېیمه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.

Published

on

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت په کوربه‌توب د دوحې پروسې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوې.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت استازو د بهرنیو چارو، مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همدارنګه د افغانستان بانک استازو ګډون درلود.

پر دې سربېره د یوناما، ملګرو ملتونو، نړیوالو او سیمه‌ییزو بنسټونو، سفیرانو، ډیپلوماټانو او د خصوصي سکټور کارپوهانو هم ګډون کړی و.

غونډه په دوه برخو کې ترسره شوه؛ لومړۍ برخه پر ودې او ګډون راوڅرخېده او په دوه‌یمه برخه کې پر همغږۍ او رڼښت خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت استازو د امارت له واکمنېدا وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه وړاندې کړل او ګډونوالو د اړوند هڅو د ستاینې تر څنګ د خصوصي سکټور د ملاتړ او همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

په مسکو کې د افغانستان سفیر له افغان سوداګرو سره وکتل

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

Published

on

په روسیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې هېواد کې افغان سفیر ګل حسن حسن د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې شلمه ) په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي ګل حسن حسن له روسیې میشتو افغان سوداګرو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یاد سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: په دې کتنه کې، چې د سفارت یو شمېر ډیپلوماټانو هم  ګډون درلود؛ د متقابل تفاهم، همغږۍ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د افغانستان او روسیې د اړوند سوداګریزو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

ګل حسن حسن افغان سوداګر په هېواد کې پانګونې ته وهڅول او دا یې د هغوی ملي دنده وبلله.

نوموړي افغان سوداګرو ته ډاډ څرګند کړ، چې سفارت د سوداګریزو چارو په برخه بشپړه همکاري کوي.

ویل کیږي، چې روسیې میشتو افغان سوداګرو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د اسلامي امارت له اړوند ادارو یې د اغېزمن ملاتړ، همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.

روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!