تازه خبرونه
په افغانستان کې د صادراتو لړۍ په ټپه ولاړه ده – د سوداګرۍ او پانګونې خونه
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې په هېواد کې د صادراتو لړۍ اوس هم په ټپه ولاړه ده او په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړوند ستونزو په اوارولو کې پاتې راغلی دی.
د افغانستان د خصوصي سکتور غړيو څرګنده کړې؛ که د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هېواد صادرتو ته د نړۍ او سیمې هېوادونو په کچه بازار موندنه ونکړي؛ افغان کروندګر او سوداګر به سلګونه میلیون ډالر زیانمن شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ له سیمې او نړۍ سره مو صادارت بند شوي او د سوداګرۍ وزارت هم خپل مسوولیت ندی ادا کړی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان په ګډون باید د ټولو ځمکنيو او هوایي دهلیزونو له لارې صادرات تر سره شي؛ خو په خبره یې دا لړۍ اوس په ټپه دریدلې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې بل غړي رحم الدین آغا څرګنده کړې؛ که څه هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ژمنه کړې وه، چې له اختر وروسته به د پاکستان له لارې صادرات تر سره کړي؛ خو پاکستان اوس هم افغان صادراتو ته اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې؛ که صادراتو ته پاملرنه ونشي ښایي خصوصي سکتور ته سلګونه میلیون ډالر تاوان ورسیږي.
د اقتصادي چارو کارپوه کمال الدین کاکړ په دې باور دی، چې په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د وړتیا او پلان نشتوالی د دې ستونزې علت دی.
دی وایي، کلونه اوړي؛ خو وزارت مو صادراتو او سوداګرۍ ته له بنسټیز پلان او تګلارې بې برخې پاتې دی.
د یادونې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې اړه تر دې دمه چوپتیا غوره ګڼلې ده.
تازه خبرونه
ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل
د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.
تازه خبرونه
په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګهونې فرصتونه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هممهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.
تازه خبرونه
که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.
هغه په یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.
اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.
هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نهیوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»
هغه د شوروي اتحاد او امریکا لهخوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.
دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.
-
سوداگري4 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ3 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
نړۍ4 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoتحول: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو روان بهیر
-
تازه خبرونه5 days agoد ۲۰۲۵ کلنی راپور؛ یونیسف اړینو چوپدتیاوو ته د میلیونونو افغان ماشومان له لاسرسي خبر ورکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
