تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۱۷۲۶۷ ته رسیدلی؛ خو نن ترې دوه چارواکي مړه شوي
په کندوز ولایت کې پر کرونا اخته دوه سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې مړه شوي، چې د هېواد د رسمي څرګندونو له مخې د دې ویروس ټول شمېر ۱۷۲۶۷ ته رسیدلی دی.
د کندوز ولایت ویاند ویلي؛ د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق او د دې ولایت امنیه قومندان جنرال رشید بشیر، چې له څو ورځو راپدیخوا پر کرونا اخته ول؛ نن سهار ترې مړه شوي دي.
د کندوز والي ویاند عصمت مرادي ویلي، چې د دې ولایت د پولیسو مشر رشید بشیر نن سهار د کابل په یوه روغتون او د قلعه ذال ولسوال فهیم قرلق د کندوز په کوویډ – ۱۹ روغتون کې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپديخوا په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له ۱۳۲۳ شکمنو بېلګو ۷۵۸ مثبتې ثبت شوې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۴ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي او ۷۸ نور له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۱۷۲۶۷ ته رسیدلی؛ ۱۵۲۲ ترې روغ شوي او ۲۹۴ نور مړه دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مایار په ډاګه کړې؛ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس معلومولو لپاره له افغانستان سره د ۱۰ دستګاوو مرسته کړې، چې تر دوه اوونیو به هېواد ته راورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ کابینې ته یوه طرحه وړاندیز کړې، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د څه باندې سل تلویزیونونو او دوه سوه ۳۱ راډیوګانو له لارې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره بېلابېل پیغامونه خپاره کړي.