تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا اخته کسان ۲۲۱۴۳ شول
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا کرونا ویروس ۲۱ کسان له ژوند کولو بې برخې کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې په همدې یوه ورځ کې دې ویروس د هرات ۱۰، د کابل ۳، د نیمروز ۳، بادعیس ۲، د هلمند ۲ کسان او د زابل یو کس مړه کړي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس ټول ۶۸۴ کسان اخته شوي، چې ۳۹۳ یې په کابل، ۹۶ په هرات، ۹۵ په ننکرهار، ۲۵ په نیمروز، ۱۸ په کونړ، ۱۳ په کندهار، ۱۲ په فراه، ۸ په کندوز، ۷ په روزګان، ۶ په بادغیس، ۴ په بدخشان، ۴ په زابل او ۳ په پروان ولایتونو کې دي.
همدارنګه له دغو نویو پېښو سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۲۱۴۳ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې له تېرې ورځې راپدیخوا ۳۲۴ کسان له رغیدو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.
په افغانستان کې له کرونا ویروسه تر دې دمه ټول ۴۰۵ کسان مړه شوي او ۲۹۷۵ نور روغ شوی دي.
خلک وايي؛ که څه هم ګواښونه ډېردي او خدمتونه لږ؛ خو پوښتنه دا ده، چې آیا حکومت د بودیجې له کموالي سره مخ دی؟
د دې پوښتنې د ځوابولو په اړه مالیې وزارت ویلي، چې تراوسه له افغانستان سره د دېرش میلیارډ افغانیو مرستې ژمنه شوې؛ خو یوازې شل میلیون ډالر حکومت ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې پر روڼتیا د څار بنسټ ویلي؛ حکومت د کرونا ویروس پروړاندې په مبارزه کې د بهرنیو میلیونونو ډالره مرستې د لګولو په برخه کې ځواب ویونکی ندی.
تازه خبرونه
امریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.
د افغانستان جنګ په اړه د امریکا د کمیسیون یوه پلاوي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له قومندان عاصم منیر سره لیدلي او د افغانستان په جګړه کې یې د پاکستان د رول، د سیمې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د بدلونونو په اړه یې خبرې کړې دي.
د دې پلاوي مشري شمیلا ن. چوهدري او کالین اف. جکسون کوي او له عاصم منیر سره یې د افغانستان په جنګ کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیک حضور د ارزونې پر چوکاټ لیدلي دي.
د پاکستان پوځ د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د ملاتړ او د کمیسیون اړوند موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
عاصم منیر هم له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د امنیتي وضعیت او هغو ننګونو په اړه د خپل هېواد لیدلوری شریک کړی، چې پاکستان ورسره مخ شوی و.
نوموړي د جګړې د سټراټیژیکو، ډیپلوماټیکو او عملیاتي اړخونو په ارزونه کې د سیمهییز لیدلوري او د پاکستان د تجربې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د افغانستان جنګ کمیسیون په ۲۰۲۱ز.کال کې د امریکا د کانګرس لهخوا جوړ شوی، چې د ۲۰۰۱ز.کال له جون څخه د ۲۰۲۱ز.کال تر اګست پورې د افغانستان په جنګ کې د امریکا پرېکړې او کړنې وڅېړي.
امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له دوه لسیزو جنګ وروسته له افغانستان څخه ووتل.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د امریکا یاد کمیسیون په جګړه کې د ښکېلو لوریو د نظرونو راټولولو او د اوږدې جګړې پر مهال د سیمې د هېوادونو د رول ارزونې په حال کې دی.
تازه خبرونه
نیکولا بلومو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالی شو
بلومو په خواله رسنۍ ایکس کې لیکلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب لپاره یې خپله دنده په« ډېر ویاړ» پیل کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوی چارسمبالي ایټالوي ډیپلوماټ نیکولا بلومو دنده پیل کړه او د ورونیکا بوشکوویچ پوهار ځای یې نیولی، چې د ۲۰۲۴ز.کال له سپټمبر راپدېخوا یې دغه دنده ترسره کوله.
بلومو په خواله رسنۍ ایکس کې لیکلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو د استازیتوب لپاره یې خپله دنده په« ډېر ویاړ» پیل کړې ده.
نوموړي له دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام په چوپړتیا کې د پانافریقايي چارو مشري کوله او له هغې وړاندې یې په روانډا کې د اروپايي ټولنې سفیر و.
دا بدلون په داسې وخت کې رامنځته شوی، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور ساتلی؛ خو اسلامي امارت یې پر «رسميت» پېژندلی نهدی.
اروپايي ټولنه د افغانستان یو ښکېل مرستندوی دی او په دې وروستیو اوونیو کې یې د اقتصاد د پیاوړتیا، راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ، کرنې او اقلیمي بدلونونو د سمون اړوند پروګرامونو لپاره د نوې مرستې اعلانونه کړي دي.
تازه خبرونه
د بلخ والي پر مشرۍ لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو لیدنه وکړه
د بلخ ولایت والي د رسنیو دفتر ویلي؛ دغه پلاوی د مرکزي امنیتي کمیسیون پر استازیتوب او د اسلامي امارت د رهبر پر ځانګړي هدایت، د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د تلې شپږمه / ۱۴۴۸ سپوږمیز لېږدیز کال د ربیعالثاني میاشتې پر پېنځلسمه سیمې ته تللی دی.
د بلخ ولایت د والي محمد یوسف وفا پر مشرۍ د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو د ادارو لوړپوړي پلاوي د شماللویدیځ زون له ۱۲ غرنیو ولسوالیو، د بامیان له یو شمېر ولسوالیو او د بامیان له مرکز څخه لیدنه کړې ده.
په پلاوي کې د دفاع وزارت د نظامي چارو سلاکار سید عبدالجبار آغا، د کورنیو چارو وزارت د ستر معینیت استازی عطاوالله انوري، د استخباراتو عمومي ریاست استازی سید محمد یاسین آغا، د بلخ امنیه قومندان عبدالرازق راشد، د سرپل امنیه قومندان نیک محمد ملنګ، د بلخ زون د هوايي لوا قومندان نعمتالله احمدي او یو شمېر نظامي، امنیتي او ملکي مسوولانو ګډون درلود.
د بلخ والي د رسنیو دفتر د څرګندونو له مخې؛ پلاوي د بلخ اړوند البرز، زارع، کشندې، سپینخاک، شولګره، مارمل او چارکینت ولسوالیو، د سرپل اړوند الجهاد، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو، د سمنګان اړوند درهصوف بالا او درهصوف پایین ولسوالیو او د بامیان اړوند کهمرد، سیغان، بند امیر، یکاولنګ لومړۍ او دوهیمې ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو ته سفر کړی دی.
پلاوي د بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان او بغلان ولایتونو ترمنځ د ګډو سیمو او بامیانو مرکز ته غځېدلو لارو په اوږدو کې له امنیتي او نظامي مسوولانو، علماوو، قومي مخورو، ولسونو او ځوانانو سره ناستې کړې دي.
د دغو ناستو پر مهال خلکو خپلې بېلابېلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې. د سړکونو د خدماتو د پراختیا، ښوونځیو او مدرسو ته د پاملرنې، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په ولسوالیو کې د ۵۰ بستریز روغتونونو د منظور شویو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنې له مهمو موضوعاتو څخه وې.
همداراز خلکو د کانونو د استخراج پر مهال د ولسي ګټو په پام کې نیولو، د کانونو د استخراج د چارو د روڼتیا، د اوبو د مدیریت او د اوبو د لېږد لپاره د معیاري ویالو او پایپونو د جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غوښتنې هم مطرح کړې دي.
پلاوي خلکو ته د اسلامي امارت د مشر او د درېګونو امنیتي ادارو د مسوولانو سلامونه او ډاډ رسولی او ویلي یې دي، چې د ولسونو مطرح شوې غوښتنې به ثبت او د حل لپاره به یې له اړوند مسوولانو سره شریکې کړي.
د پلاوي غړو له خلکو غوښتي، چې له حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او که څوک د نظام یا ولس د امنیت پر وړاندې د ناوړه اقدام نیت ولري، امنیتي ادارو ته یې ور وپېژني.
پلاوي له سیمهییزو مسوولانو هم غوښتي، چې د ولسونو د ستونزو د حل، له علماوو سره د ښې همغږۍ، د دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او خلکو ته د غوره خدمتونو په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي.
د بلخ د رسنیو دفتر ويلي، دا د دغه پلاوي لومړی سفر نهدی او له دې مخکې یې هم لرېپرتو سیمو ته سفرونه کړي او له مسوولانو، علماوو او ولسونو سره یې د لیدنو پر مهال د هغوی ستونزې ثبت کړې دي، چې د حل لپاره به اړوند ادارو ته وړاندې شي.
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
څار3 days agoڅار: په پاکستان کې د کورني سیاسي بحران د پراخېدو اندېښنه
-
نړۍ2 days agoټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د جګړو د پای ته رسولو وړاندیز رد کړ
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ډيآیخان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان
