تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر۲۱۴۵۹ ته لوړ شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو د وېرې کچه لوړه شوې او اوس یې هم شمېر له هغې ډېر لوړ دی، چې دوی یې خپروي.
که څه هم، چې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر هره ورځ د لوړیدو په حال کې دی؛ خو د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۱۲۳۰ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۴۲ یې مثبتې دي، چې له دې سره د ټولو اخته کسانو شمېر په هېواد کې ۲۱۴۵۹ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وحید الله مجروح زیاته کړې: په تېرو ۲۴ ګړیو کې مو ۱۵ هېوادوال له کرونا ناروغې مړه شوي او ۴۸۰ نور ترې رغیدلي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د تست د وړتیاوو د کمیدو له کبله دوی ندي توانیدلي، چې پرکرونا ویروس د اخته کسانو رښتینی شمېر وښیي.
په ټولیزه توګه تراوسه په ټول هېواد کې ۳۸۴ کسانو د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی او۲۶۵۱ ۲ ترې روغ شوي دي.
تازه خبرونه
د ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې ۲۰۸.۳ کیلومټره و.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، نن(شنبه د چنګاښ شپږمه) ماښام د ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.
د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې ۲۰۸.۳ کیلومټره و.
تر اوسه د دې زلزلې له کبله د مرګ او ژوبلې یا مالي زیان په اړه کوم راپور نهدی خپور شوی.
تازه خبرونه
افغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون رییس شهابالدین دلاور په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان په تېرو ۴۷ کلونو کې له واحد حاکمیت بېبرخې و؛ خو د اسلامي امارت له واکمنېدو سره دا ستونزه حل شوې ده.
هغه ټینګار کړی، چې اوس له ۴۷ کلونو وروسته په هېواد کې امنیت، واحد حاکمیت، ورورولي او د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.
دلاور د عاشورا ورځې ته په نغوته کې ویلي، دا ورځ د جمعې پر ورځ په ټول هېواد کې په بشپړ امنیت سره نمانځل شوې ده.
هغه زیاته کړې؛ دا کمیسیون د افغانانو د خدمت لپاره جوړ شوی او له جلاوطنو سیاستوالو یې غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي.
نوموړي ویلي، هیڅڅوک نشي کولی د بېرته راستانه کېدونکو کسانو پر ضد مستقیمې ادعاوې مطرح کړي او که کومه حقوقي ستونزه رامنځته شي؛ یوازې همدا بنسټ یې د څېړلو صلاحیت لري.
هغه زیاته کړې، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون به د حقوقي ستونزو په صورت کې د هغو د حل او فصل چارې پر غاړه واخلي.
شهابالدین دلاور ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا له وخته د روږدو د درملنې د مرکزونو جوړول او د نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر هم څرګند کم شوی دی.
نوموړي د اسلامي امارت د نهرسمیت پېژندنې نړیوالې موضوع په اړه ویلي، که دی هم د امریکا د چارواکو پر ځای وای؛ نو اسلامي امارت به یې پر رسمیت نهوای پېژندلی.
هغه ویلي: «دوی سخته ماتې خوړلې، چې هیڅکله یې نشي هېرولی؛ که مونږ پر رسمیت وپېژني، د خپلو خلکو پر وړاندې به تر پوښتنې لاندې راشي.»
تازه خبرونه
د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
حقشناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.
د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
څار5 days agoڅار: بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر
-
تازه خبرونه5 days agoد سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
-
تحول5 days agoتحول: منځنۍ آسیا،اروپایي ټولنه او افغانستان
-
تازه خبرونه19 hours agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار16 hours agoله اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه18 hours agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
