تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ۱۰ میلیون کسان اخته شوي- روغتیا وزارت

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت د موندنو له مخې؛ په ټول افغانستان کې پر کرونا ویروس لس میلیون کسان اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ د ولسمشر د لارښوونې له مخې په هېواد کې یې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر پیداکولو په موخه سروې ترسره کړه، چې ښیي د هېواد ۳۱ اعشاریه پېنځه سلنه اوسیدونکي پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ په دې سروې کې د هېواد څلور دېرش ولایتونه پر نهه زونونو وېشل شوي، چې په دې کې د کابل ۵۳ سلنه اوسیدونکي، د ختیځو ولایتونو ۴۲،۹ سلنه، په مرکزي ولایتونو کې ۳۶،۳ سلنه، په لودیځو ولایتونو کې ۳۴،۱ سلنه او په شمال ختیځو ولایتونو کې ۳۲،۴ سلنه اوسیدونکي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ویلي، چې دا سروې په ۹ زونونو او څلور دېرش ولایتونو کې پر ۱۱ زره او ۵۰۰ کسانو شوې، چې ښیي د هېواد یو دېرش اعشاریه پېنځه سلنه اوسیدونکي پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ښارونو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو سلنه اووه  دېرش او په کلیو کې اووه ویشت ده.

په دې کې ۳۲ سلنه ښځې او ۲۹ سلنه نرینه دي.

 د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی احمد جواد عثماني وایي: ترسره شوې سروې د منګ او عمر له مخې په دوه برخو کې شوې، چې په لومړۍ برخه کې پر له ۵ تر ۱۷ کلنو ماشومانو آزموینه شوې او په دوه یمه برخه کې له ۱۸ کلونو پر پورته عمر لرونکیو کسانو، چې پر کرونا د ټولو اخته کسانو له ډلې ۳۵،۲ سلنه د لوړ عمر کسان  او ۲۵،۳ سلنه ماشومان دي. همدا راز د خپرو شویو معلوماتو له مخې په لویانو کې ۳۳،۹ سلنه نرینه او ۳۷،۲ سلنه ښځې پر کرونا اخته شوې دي او په ماشومانو کې ۲۴،۲ سلنه هلکان او ۲۶،۸ سلنه نجونې پر کرونا ویروس اخته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نړیوالو معیارونو له مخې که د یوه هېواد ۴۲ سلنه وګړي دا ناروغي تېره کړي کتلوي معافیت رامنځته کیږي، چې افغانستان دغه معیار ته ندی رسیدلی او جدي اړتیا ده، چې خلک روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي، چې د کرونا ویروس دوه یمه څپه په هېواد کې خپره نشي.

Trending

Exit mobile version