تازه خبرونه

په افغانستان کې څه باندې شپږ میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ دي- راپور

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر، چې له سختې لوږې سره مخ دي له شپږ میلیون اوښتی دی.

د دغه راپور له مخې: په ۲۰۱۹ ز.کال کې د هغو کسانو شمېر، چې له سختې لوږې سره مخ ول ۲ اعشاریه ۵ میلیون کسانو ته رسېدلی؛ خو په ۲۰۲۲ کال کې دغه شمېر ۶ اعشاریه ۶ میلیون کسانو ته لوړ شوی دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان په ګډون په ۸ هېوادونو کې د لوږې کچه ۵۷ سلنه لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان، مرکزي آفریقا جمهوریت، کانګو، هایتي، سومالیا، جنوبي سودان، سودان او یمن کې د سختې لوږې کچه په ۲۰۱۹ ز. کال کې له ۱۶ اعشاریه ۱ میلیون کسانو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ اعشاریه ۳ .۳ میلیون کسانو ته لوړه شوې ده.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ استازي نورا حسنین ویلي: مونږ په افغانستان کې ولیدل، چې ماشومانو له لوږې په ښوونځي کې هېر کړي، چې څه یې لوستي. د خوارځواکۍ له کبله، له وژونکیو ناروغیو لکه کولرا سره مخ کیږي. مونږ د ویجاړوونکيو میکانیزمونو لکه د ماشومانو ودونه او کار شاهدان یوو؛ ځکه، نو له دې کار سره مبارزه د ښځو له ګډون پرته ناشونې ده.

Trending

Exit mobile version