تازه خبرونه

په افغانستان کې څه نا څه ۶۵۰۰ پاکستانیان جنګیږي- د م.م امنیت شورا

Published

on

(Last Updated On: زمری ۴, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په روانه اوونۍ کې په ډاګه کړه، چې د اټکل له مخې په افغانستان کې له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ پورې پاکستاني ترورستان په افغانستان کې شته، چې د دواړو حکومتونو لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

د پنجشنبې پر ورځ د ۲۶ څارن ډلو د  تحریم او تحلیلي ملاتړ او بندیزونو راپور خپور شو، چې ډېر یې د امیر نور ولي محسود په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان (TTP)غړي ښودل شوی دي.

د کرونا ویروس په اړه د څارنې ډلې ویلي، چې دغه پراخه ناروغي پر تروریزم اغېز لري؛ خو په یو څه توپیر.  

په یو شمېر سیمو کې یو شمېر ډلو د کرونا ویروس په اړه له تبلیغاتو مرستې راټولولې او په یو شمېر نورو سیمو کې دې ډلو له دې هم ګټه پورته کړې، چې امنیتي ځواکونه  نورو برخو ته پام اړولی دی.

په دې راپور کې راغلي؛ د کرونا ویروس له کبله پر پولو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او موخې هم له پامه غورزیدلي او په یو شمېر سیمو کې بریدونه هم لږ تر سره شوي دي.

د ګزارش له مخې؛ القاعده په افغانستان کې له خپل تاریخي ځواک د ګړندي کولو هڅه کوی؛ خو که د سولې بهیر پرمختګ وکړي، نو له پوره ننګونې سره به مخ شي.

داعش او نورې ډلې په ننګرهار او کونړ کې حه نا څه بدلونونه زغملي؛ خو هیله من دي، چې د سولې له بهیره د ځان په ګټه کار واخلي.

له طالبانو سره له هوکړې وروسته داسې وړاندویېنې شوي، چې طالبان به د داعش او القاعده ګواښونه په افغانستان کې راکم کړي.

دغه راپور په ډاګه کړې، چې القاعده او داعش د ۲۰۲۰ په لومړیو کې خپل ځواک له لویدیځې آفریقا په ډاګه کړ او په سوریه او ادلب کې اوس هم  له خوندي ځالو برخمن دي.

په افغانستان کې د داعش مشر اسلم فاروقي له یو شمېر کسانو سره افغان ځواکونو ونیوه او له ننګرهاره یې هڅې کونړ ته ورټولې شوې.

دغه راز په دې راپور کې دا هم راغلي، چې داعش ان په کابل کې په یولړ بریدونه تر سره کولی شي. ان دا هڅې هم کوي، چې له امریکا سره د هوکړې مخالف طالبان ځانته جذب کړي.

د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې په افغانستان کې د داعش شمېر ۲۲۰۰ ښيي او څرګندوي، چې مشران یې په افغانستان کې مطیع الله کم احوال او ابو سعید محمد الخراساني د سوریې دی.

دغه راز په ډاګه کوي، چې د داعش دوه قومندانان  ابو قتیبه او ابو هاجر العراقي له منځني ختیځ څخه افغانستان ته راغلي دي؛ خو د راتګ تاریخ یې روښانه ندی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر وسلوالې ډلې د طالبانو او داعشیانو تر چتر لاندې هم هڅې کوي.

د عبدوخولیک له وژل کیدو وروسته په داعشیانو کې د ازبک جنګیالو ډله کمزورې او یو شمېر غړیو یې له جنګیدو تېر شول په خانګړې توګه د هغه د کورنۍ غړي.

دغه راز ویل کیږي، چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې هڅې لري، چې شمېر یې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې دی.

القاعده د دغه راپور له مخې د حقاني شبکې سره اړیکې لري، چې په ۲۰۰۹ کې فعاله شوې  او پاکستان د هغو ډلو خوندي ځاله ده، چې هند او افغانستان ګواښي.

Trending

Exit mobile version