تازه خبرونه
په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوړو د ترلاسه کولو لپاره پور اخلي
د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ سږ کال په افغانستان کې د خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره د کورنیو پور منځنۍ کچه ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په افغانستان کې له هرو څلور کورنیو څخه درې یې د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره پور اخلي.
د یاد پروګرام د څرګندونو له مخې؛ سږ کال په افغانستان کې د خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره د کورنیو پور منځنۍ کچه ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ ده.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی؛ د ژمي موسم راروان دی، چې په هرو څلور کورنیو کې یوه به د کافي خوراکي توکو د ترلاسه کولو توان ونلري.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د کورنیو وروستۍ هیله د خوړو نړیوال پروګرام دی؛ خو دغه اداره په راتلونکیو شپږ میاشتو کې ۶۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
تېره ورځ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ، چې سږ کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰ اعشاریه ۵ میلیون وګړو سره نغدي او خوراکي مرستې کړې دي.
ویل کیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام دغه مرستې د ماشومانو د سالمې تغذیې، د سیمهییز اقتصاد او ټولنې د پیاوړتیا لپاره ترسره شوې دي.