تازه خبرونه

په افغانستان کې کار ته د ښځو د راستنېدو پر کړنلاره کار روان دی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت اقتصاد وزارت څرګنده کړې؛ کار ته د ښځو د راستنېدو پر کړنلاره کار روان دی او د یو شمېر ښځو کاري محدودیتونه له کار څخه د دوی د دایمي ایستلو معنا نه‌لري.
ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو پروګرام نن یکشنبه ( د زمري لومړۍ نېټه ) رسماً پیل شو او په لومړۍ ورځ د اقتصاد وزارت چارواکو خپل اړوند پلانونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د دغه وزارت مرستیال ويلي؛ د هغې کړنلارې پر جوړولو کار روان دی، چې له مخې یې ښځې وکولی شي کار وکړي.
دغه راز هڅه کیږي، چې ژر تر ژره کار ته د ښځو د راستنېدو لپاره لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې شي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت په نوې اقتصادي دیپلوماسۍ کې هڅه کېږي، چې د هېواد له داخلي ظرفیتونو او وړتیاوو څخه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره کار واخیستل شي او پر بهرنیو مرستو تکیه راکمه شي.
د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دوی د نادولتي موسسو فعالیتونه سیستماتیک کړي او له دې وروسته هیڅ اداره نه‌‌شي کولی د خپلې خوښې پروژې عملي کړي، بلکې دوی باید خپلې پروژې د حکومت له غوښتنو سره سمې پلې کړي.
د اقتصاد وزارت اړوند چارواکو ويلي؛ د بنسټونو چارې يې منظمې کړي او له دې وروسته هیڅ بنسټ نه‌شي کولى، چې يوه پروژه په خپلسري بڼه پلې کړي، بلکې د حکومت له‌خوا د وړاندې شويو غوښتنو له مخې به د بنسټونو له‌خوا پروژې عملې کیږي.
ویل کیږي، چې په تېر کال کې د اسلامي امارت هڅې تر ډېره د اقتصادي سقوط پر مخنیوي راڅرخېدلې او اوس د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوه‌یم کال کې به پر اقتصادي ودې او پرمختګ کار وشي.

Trending

Exit mobile version