تازه خبرونه

په افغانستان کې کفري اصول د منلو وړ ندي او نه به پرې خبرې وشي  

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده د جمعې پر ورځ په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه پر وخت له بهرنیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

شیخ مولوي هبةالله آخوندزاده ټينګار کړی؛ هر هغه څه، چې د اسلامي اصولو خلاف وي ورته د منلو وړ ندي او نه به پرې مذاکرات وشي.

نوموړی وایي: تر هغې، چې زه ژوندی یم، په افغانستان کې به یو کفري قانون ټینګ نشي. ما دا وعده له الله پاک سره کړې ده. د انسان هلاکت ښه دی؛ خو په اسلام کې معامله ګري نشته. يعنې زه به داسې څه پلي نه‌کړم، چې اسلام ته خطر پېښ او د اسلام د اصولو خلاف وي.

د اسلامي امارت مشرتابه د دوحې د تړون پر لاسلیک، د امریکايي ځواکونو وتلو او د امریکایانو له وتلو وروسته ننګونو هم خبرې وکړې.

هغه وويل، چې په افغانستان کې يې د بښنې پر فرمان يې د کورنۍ جګړې مخه نيولې ده.

مولوي هبة الله آخوندزاده ويلي: وروڼو! اسلام حاکم شوی دی، شریعت حاکم دی. تر شا یې د الله پاک لپاره ودرېږئ. په دې کې ستاسې د دنیا او اخرت ګټې نغښتي دي. مونږ ولیدل، چې کافرانو له مونږ ته هیڅ ګټه نده رارسولې. دیموکراتانو مونږ ته هیڅ ګټه ند رارسولې. مفسدینو مونږ ته هیڅ ګټه نده رارسولې؛ پرته له دې، چې د یو او بل په وینو کې ډوب کړو. زمونږ کور، اولاد، ژوند، وطن، دنیا او آخرت یې راته وران کړل.

د اسلامي امارت مشر په خپلو خبرو کې پر خلکو غږ وکړ، چې د ستونزو پر وړاندې صبر او زغم وکړي.

هغه وویل: مونږ تکلیفونه پر غاړه اخلو. د کایناتو رب به زمونږ لپاره هرڅه اسانه کړي. الله پاک مو اقتصاد ښه کوي، روزي راکوي او زموږ ساتنه کوي.

اسلامي امارت په افغانستان کې له یو ځل بیا واکمنېدو وروسته د ټول هېواد امنیت تامین کړی او د امنیتي ضد عواملو او عناصرو د له منځه وړلو هڅې یې کړې دي.

ویل کیږي، چې له تېرو میاشتو راپدیخوا مو په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې د داعش ډلې اړوند څو مرکزونه له منځه یوړل.

د اسلامي امارت مشرتابه دا ژمنه هم وکړه، چې د افغانستان له خاورې به د ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ امنیت ته هیڅ ګواښ پېښ نه شي.

Trending

Exit mobile version