تازه خبرونه

په افغانستان کې یوه ترهګره ډله هم حضور نلري – اسلامي امارت

Published

on

Last Updated on: تله ۶, ۱۴۰۱

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې؛ په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل له ترهګرو ډلو سره د اسلامي امارت د اړیکو د دوام څرګندونه کوي، چې دا له ژمنو سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه روانه ده.

په دې راپور کې یادونه شوې، چې القاعده په افغانستان کې د تګ راتګ آزادي لري؛ خو اسلامي امارت دا راپور ناسم بولي او وايي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او د هېواد امنیت تر بل هر وخت ښه دی.

په دغه راپور کې څرګنده شوې، چې د امریکا لخوا د ایمن الظواهري وژنې و ښوده، چې د افغانستان نوي واکمن له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ويلي، چې په افغانستان کې یوه ترهګره ډله هم نشته او اوسنی امنیت د تېرو څلور لسیزو پر پرتله بې ساري دی.

نوموړی وایي؛ په افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته او نه مونږ چاته اجازه ورکوو، چې حضور ولري. مونږ به هیچا ته اجازه ورنکړو، چې له افغانستان څخه نور هېوادونه وګواښي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي درې میاشتنی راپور خپور شو، چې په کې د بېلابېلو موضوعاتو په تېره بیا د بشري او امنیتي مسایلو یادونه شوې ده.

په دې راپور په ډاګه شوې، چې وسلوالې نښتې ۹۷ سلنه، هوايي بریدونه هم ۹۹ اعشاریه ۵ سلنه او د ناچاودو توکو له کبله رامنځته شوې چاودنې ۸۷ سلنه کمې شوې دي.

ګوترش ویلي، چې د خراب شوي اقتصادي او بشري وضعیت په پایله کې د جرمونو اړوند امنیتي پېښې په دوامداره توګه ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د مې له ۲۲ څخه د اګست تر ۱۶ پورې د دا ډول جرمونو پېښې ۳۷۳ ته لوړې شوي. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ په ورته موده کې درې سوه وې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، په افغانستان کې د داعش بریدونه هم کم شوي دي، چې ټول ټال په ۱۱ ولایتونو کې د داعش ۴۸ بریدونه ثبت شوي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي: که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي؛ خو د امریکا لخوا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل دغه اړیکې ثابتوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو او آزادیو د سختو محدودیتونو او پر زدکړو د بندیز له کبله هم اندېښنه ښودلې ده

کارپوهان په دې باور دي، چې دغه راپور به د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غړو پر پرېکړو اغېز وکړي.د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز رییس هاتف مختار وایي: که اسلامي امارت د نړۍ پر وړاندې متوازن سیاست وښيي، کولی شي افغانستان له سیاسي، نړیوال او اقتصادي انزوا څخه وباسي.

اسلامي امارت وايي، چې دا ډول راپورونه د ناسمو معلوماتو له مخې چمتو کیږي. په داسې حال کې، چې د وګړیو بنسټیزو حقونو ته ژمن دی او سرغړونه یې ترې نده کړې.

Trending

Exit mobile version