تازه خبرونه
په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته لاسرسي نهلري – سروې
د ښځینه خبریالانو ټولنې د نظرپوښتنې موندنې ښیي، چې په هېواد کې ښځینه خبریالانې نه یوازې له ستونزو سره مخ دي، بلکې اطلاعاتو ته لاسرسی هم نهلري.
د ښځینه خبریالانو ټولنې مشره مینه حبیب وایي؛ ښځینه خبریالانې د کاري امنیت، د مالي سرچینو نشتوالي او یو شمېر نورو محدودیتونو سره مخ دي.
یو شمېر ښځینه خبریالانې هم اطلاعاتو ته د لاسرسي او د کار د امنیت له نشتوالي اندېښمن دي او له حکومته غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دوی د ښځینه خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي، چې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.
ذبیح الله مجاهد وایي: په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوو؛ خو زمونږ هغه خویندې، چې په رسنیو کې کار کوي باید د ټولنې شرایط او د نظام شرایط په پام کې ونیسي. ان شاالله مونږ به هڅه وکړو، چې معلوماتو ته د دوی لاسرسی زیات کړو.
مجاهد زیاته کړې: په ټولیزه توګه ښځینه خبریالانې په بېلابېلو رسنیو کې کار کوي او فعالې دي. مونږ باید وخت ورکړو، چې وضعیت بېرته عادي حالت ته راشي.
یوازې ښځینه خبریالانې نه، بلکې ګڼ شمېر خبریالان هم اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.