تازه خبرونه
په افغانستان کې ۱۲ وسلوالې ډلې له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي
په افغانستاتن کې د جګړې میدان د دولس وسلوالو ډلو لخوا تود ساتل شوی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، دغه ډلې د پاکستان له ملاتړ برخمنې دي او اکثره یې د پاکستان په خاوره کې پناه ځایونه لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، که څه هم په دغو ډلو کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي فعال دي؛ خو داسې لاسوند نشته، چې له پاکستان پرته له دې ډلو د نورو وسلوالو ملاتړ ښکاره کړي.
پوځي کارپوه زلمی وردګ وایي، د افغانستان په ځانګړې توګه د شمال جګړه د دوه قدرتونو تر منځ د سیالۍ پایله ده.
د هغه په وینا؛ د افغانستان په ناامنیو کې د ختیځ رول هم شته.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري د شمال ناامني د حکومت د کمزوري مدیریت پایله بولي.
هغه وایي، د افغانستان په ځانګړي توګه د شمال په ناامنیو کې د حکومت ناغیړي د دې سبب شوه، چې وسلوال مخالفین تجهیز، تمویل او اکمال شي او له دې لارې ناامني پراخه کړي.
شاوخوا دوه کاله کیږي، چې د هېواد شمال ته د ناامنیو لمن پراخه شوې ده. که څه هم په دغو سیمو کې د حکومت کړنې تل د منتقدینو له نیوکو سره مخ دي؛ خو په وروستیو کې ځینو پوځي چارواکو کندز ته په خپل سفر کې د سترو پوځي عملیاتو د پیلیدو خبره وکړه.