تازه خبرونه

په افغانستان کې ۴ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان له ښونځیو بې برخې دي – یونسیف

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) څرګنده کړې؛ په افغانستان کې ۴ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تلو بې برخې شوي، چې نږدې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

یونیسف د جمعې پر ورځ (د لیندۍ ۱۸) په یوه راپور کې ویلي، چې د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې تر ۸۵ سلنې زیاتې نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې یې د ښوونیزو پروګرامونو په تر سره کولو سره ۳۰۰ زره ماشومانو ته د زدکړو زمینه برابره کړې، چې ۵۵ سلنه یې نجونې دي.

یونیسف په دغه راپور کې یادونه کړې، چې افغانستان د لسیزو جګړو او طبیعي پېښو له کبله په یوه تر ټولو ناوړه بشري ناورین کې ښکېل هېواد پاتې شوی دی.

دغه ویل شوي؛ په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو شرایط، چې اوس نړۍ هېر کړی، د هرې ورځې له تېریدو سره خرابیږي.

یونیسف ویلي، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې به له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د ۱۰ میلیون ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیون خلکو د ستونزو د اواري لپاره یې د یو اعشاریه پېنځه شپېته میلیارد دالرو  غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې له حیاتي مرستو پرته به افغانستان له پوره ناورین سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version