تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶.۴ میلیون خلک د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي

دې بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي؛ افغانستان د ماینونو له پلوه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر ککړ دي.

Published

on

د ماین پاکۍ هلو ټرسټ بنسټ وايي، چې په افغانستان کې ۶.۴ میلیون خلک د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

دې بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي؛ افغانستان د ماینونو له پلوه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر ککړ دي.

د دې بنسټ د راپور له مخې؛ په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې څخه پاتې چاودېدونکو توکو له کبله وژل کیږي او یا هم ټپیان دي.

د هلو ټرسټ بنسټ ویلي، چې د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي.

د دې بنسټ چارواکی فرید همایون له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ملاتړ ته روان وساتي.

هغه زیاته کړې؛ دوی اندېښمن دي، چې دا مسله پر “هیره شوې بشري ستونزه” وانه‌وړي.

د هلو ټرسټ د څرګندونو له مخې؛ په هرو پېنځه افغانانو کې یو له ماین پاکۍ څخه ګټه پورته کوي.

دې بنسټ زیاته کړې؛ له ۱۹۸۸ ز. کال راپدېخوا دوی په افغانستان کې ۱۴۰۰ مربع کیلومټره ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده، چې له ۱۷ میلیون څخه زیاتو خلکو سره مرسته کوي.

سږ کال د امریکا د مرستو د بندیدو له کبله په افغانستان کې د بشري پروګرامونو بودجه د ماین پاکۍ په ګډون، چټکه کمه شوې ده.

Trending

Exit mobile version