Connect with us

تازه خبرونه

په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې – ملګري ملتونه

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو د سې شنبې پر ورځ یو داسې راپور خپور کړ، چې ښیي؛ په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، یوناما او د مهاجرت نړیوالې ټولنې چمتو کړی؛ په افغانستان کې ۶۹ سلنه ښځې، چې د روان کال د اپریل او جون تر منځ ورسره مرکې شوې د وېرې، یوازیتوب او خفګان د احساس زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ او مارچ ترمنځ د خفګان کچه ۵۷ سلنه وه.

د دغې سروې له مخې: د جولای په میاشت کې له ۵۹۲ افغان میرمنو سره، چې مرکې شوي؛ شاوخوا ۴۶ سلنې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه پر رسمیت ونه‌پېژني.

د سروې نیمایي ځواب ویونکیو ویلي، چې د اسلامي امارت د حکومت پېژندنه باید د ښځو په حقونو کې د زده‌کړې او کار حق په ګډون د پام وړ پرمختګونو ته پام راواړږي.

په دې راپور کې راغلي؛ هغو [ د سروې ځواب ورکوونکیو] اندېښنه څرګنده کړې، چې دا رسمیت پېژندنه به هغه چارواکي نور هم وهڅوي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تندې پالیسۍ او کړنې روانې وساتي.

د ملګرو ملتونو سروې ښيي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ښځو روغتیا، عاید او ټولنیز نفوذ د پام وړ کم شوی دی.

په دې راپور کې راغلي: له هغو ښځو سره، چې پرله‌پسې مشوره کیږي؛ خپل ژوند د بندیانو په توګه بیانوي، چې په تیاره کې ژوند کوي او راتلونکي ته له هیلې پرته په خپلو کورونو کې بندې دي.

په دې سروې کې اتیا سلنه میرمنو ویلي، چې د عاید تولیدونکیو فعالیتونو په ترسره کولو کې یې وړتیاوې  کمې شوې دي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او د شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر هېوادونو له اسلامي امارت غوښتي؛ د ښځو د بندیزونو په اړه باید خپله تګلاره بدله، ټولګډونه حکومت جوړ او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!