تازه خبرونه

په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې – ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۲)

ملګرو ملتونو د سې شنبې پر ورځ یو داسې راپور خپور کړ، چې ښیي؛ په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، یوناما او د مهاجرت نړیوالې ټولنې چمتو کړی؛ په افغانستان کې ۶۹ سلنه ښځې، چې د روان کال د اپریل او جون تر منځ ورسره مرکې شوې د وېرې، یوازیتوب او خفګان د احساس زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ او مارچ ترمنځ د خفګان کچه ۵۷ سلنه وه.

د دغې سروې له مخې: د جولای په میاشت کې له ۵۹۲ افغان میرمنو سره، چې مرکې شوي؛ شاوخوا ۴۶ سلنې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه پر رسمیت ونه‌پېژني.

د سروې نیمایي ځواب ویونکیو ویلي، چې د اسلامي امارت د حکومت پېژندنه باید د ښځو په حقونو کې د زده‌کړې او کار حق په ګډون د پام وړ پرمختګونو ته پام راواړږي.

په دې راپور کې راغلي؛ هغو [ د سروې ځواب ورکوونکیو] اندېښنه څرګنده کړې، چې دا رسمیت پېژندنه به هغه چارواکي نور هم وهڅوي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تندې پالیسۍ او کړنې روانې وساتي.

د ملګرو ملتونو سروې ښيي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ښځو روغتیا، عاید او ټولنیز نفوذ د پام وړ کم شوی دی.

په دې راپور کې راغلي: له هغو ښځو سره، چې پرله‌پسې مشوره کیږي؛ خپل ژوند د بندیانو په توګه بیانوي، چې په تیاره کې ژوند کوي او راتلونکي ته له هیلې پرته په خپلو کورونو کې بندې دي.

په دې سروې کې اتیا سلنه میرمنو ویلي، چې د عاید تولیدونکیو فعالیتونو په ترسره کولو کې یې وړتیاوې  کمې شوې دي.

اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او د شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر هېوادونو له اسلامي امارت غوښتي؛ د ښځو د بندیزونو په اړه باید خپله تګلاره بدله، ټولګډونه حکومت جوړ او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

Trending

Exit mobile version