تازه خبرونه
په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې – ملګري ملتونه
ملګرو ملتونو د سې شنبې پر ورځ یو داسې راپور خپور کړ، چې ښیي؛ په افغان ښځو کې د خفګان کچه لوړه شوې ده.
د دې راپور پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، یوناما او د مهاجرت نړیوالې ټولنې چمتو کړی؛ په افغانستان کې ۶۹ سلنه ښځې، چې د روان کال د اپریل او جون تر منځ ورسره مرکې شوې د وېرې، یوازیتوب او خفګان د احساس زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ او مارچ ترمنځ د خفګان کچه ۵۷ سلنه وه.
د دغې سروې له مخې: د جولای په میاشت کې له ۵۹۲ افغان میرمنو سره، چې مرکې شوي؛ شاوخوا ۴۶ سلنې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید اسلامي امارت د افغانستان د حکومت په توګه پر رسمیت ونهپېژني.
د سروې نیمایي ځواب ویونکیو ویلي، چې د اسلامي امارت د حکومت پېژندنه باید د ښځو په حقونو کې د زدهکړې او کار حق په ګډون د پام وړ پرمختګونو ته پام راواړږي.
په دې راپور کې راغلي؛ هغو [ د سروې ځواب ورکوونکیو] اندېښنه څرګنده کړې، چې دا رسمیت پېژندنه به هغه چارواکي نور هم وهڅوي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې تندې پالیسۍ او کړنې روانې وساتي.
د ملګرو ملتونو سروې ښيي، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ښځو روغتیا، عاید او ټولنیز نفوذ د پام وړ کم شوی دی.
په دې راپور کې راغلي: له هغو ښځو سره، چې پرلهپسې مشوره کیږي؛ خپل ژوند د بندیانو په توګه بیانوي، چې په تیاره کې ژوند کوي او راتلونکي ته له هیلې پرته په خپلو کورونو کې بندې دي.
په دې سروې کې اتیا سلنه میرمنو ویلي، چې د عاید تولیدونکیو فعالیتونو په ترسره کولو کې یې وړتیاوې کمې شوې دي.
اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې حکومت ټولګډونه دی او د شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو درناوی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر هېوادونو له اسلامي امارت غوښتي؛ د ښځو د بندیزونو په اړه باید خپله تګلاره بدله، ټولګډونه حکومت جوړ او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
