نړۍ
په امريكا كې د مالي بحران او جگړې د دوام پر ضد پراخ لاريون پيل
معترضينو په خپلو انټرنيت پاڼو كې ويلي، چې:
په پام كې لري، چې د واشنگتن ډي سي ميدان د قاهرې د التحرير پرميدان برل كړي.
د لاريون كوونكيو بله غوښتنه په افغانستان كې د جگړې درول دي .
په هغه لاريون كې، چې د نيويارك په وال سټريټ سيمه كې د وال سټريت ونيسئ تر نامه لاندې د مالي سيسټم او اقتصادي حالت په اعتراض كې پيل شوى؛ د لانس انجلس، سانفرانسيسكو، بوسټون او واشنگټن ډي سي په شمول د امريكا يوشمېرنورو ښارونو ته يې پراختيا موندلې ده.
د امريكا په پلازمېنه كې لاريون د واشنگتن ونيسئ تر نامه لاندې دوام لري او سلگونه كسان سپينې ماڼۍ او كانگرس ودانيو ته نږدې د آزادۍ په ډگر كې راټول شوي دي.
دا معترضين وايي:
ترهغې، چې بدلونونه رانه شي په دې ځاى كې به پاتې شي.
لاريون كوونكي په كوردننه او بهر د جگړې د درولو غوښتنه كوي.
ځينو كسانو ويلي، چې:
په مدني گډوډيو به لاس پورې كړي.
ويل كيږي، چې څو تنو د د جنرال اټوميك د بې پيلوټه الوتكو د جوړولو پركمپنۍ، چې په پاكستان كې ترې ا ستفاده كيږي، بريد كړى دى.
معترضينو په خپلو انټرنيت پاڼو كې ويلي، چې:
د واشنگتن ډي سي د آزادۍ په ميدان كې واړوي.
