تازه خبرونه

په امریکا کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په امریکا کې د جاپان سفیر وایي، چې افغانستان د جاپان دوست دی او تل به له دغه هېواد سره تر څنګ ودریږي.

په امریکا کې د جاپان سفیر کنچیرو ساسي له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې توکیو به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او دغه همکاري به دوام ولري.

جاپان د آسیا یو له هغو هېوادونو دی،چې د لویدیځو هېوادونو تر څنګ یې له افغانستان سره په وروستیو کلونو کې ډېرې مرستې کړي دي.

نوموړی وایي، زه فکر کوم مونږ تل د افغانستان د خلکو دوستان وو او تل به ور سره یو. مونږ په وروسیتو کلونو کې ډېر پراختیایی کارونه کړي او د افغانستان د دولت او خلکو د بریا هیله لرو. مونږ د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ژمن یو او په دې ژمنې به ودریږو.

جاپان له افغانستان سره د یو ستر مرستندوی هېواد تر څنګ تر اوسه دوه ځله د افغانستان په اړه د نړیوالو ناستو کوربتوب کړی دی.

په دغو کنفرانسونو کې نړیوالو له افغانستان سره د میلیاردونو دالرو مرستې ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version