Connect with us

تازه خبرونه

په امریکا کې د حسن عباس د نوي خپاره شوي کتاب څرګندونې له حقیقته لرې دي – ذبیح الله مجاهد

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۳, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د امریکا میشتي حسن عباس پر نوي خپاره شوې کتاب نیوکه کړې او هغه له حقیقته لرې بولي.

د ( طالبانو راستنیدل) نومي کتاب په دې وروستیو کې د یوه پاکستاني لیکوال لخوا چاپ او خپور شوی دی.

دا کتاب د اسلامي امارت د رهبرانو پر کړنو راڅرخېدلی، چې له همدې کبله د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حسن عباس د یوه استخباراتي سازمان لخوا استخدام شوی او دا ډول استخباراتي دسیسې نشي کولی د اسلامي امارت د مشرانو په هکله د خلکو  ذهنونه مغشوش کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: دغه استخباراتي سړی په‌دې نه‌دي پوه شوي، چې اسلامي امارت د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره له ویاړه ډک تاریخ لري. که کوم معقول شخص د اسلامي امارت د مشرانو په اړه څېړنه وکړي؛ له اسانۍ  سره دې نتیجې ته رسي، چې دا صف او مشران د آزادۍ او خپلواکۍ په لوړه پوړې کې دي.

د ذبیح الله مجاهد د اعلامیې په یوه بله برخه کې لیکلي، چې د دې کتاب لیکوال د کوم استخباراتي سازمان اجنټ دی.

هغه وایي: مونږ باور لرو، چې حسن عباس نومی کس یو اجیر دی او د استخباراتو لخوا ګمارل شوی، چې پخپلو ناکامو هڅو اوبه خړې کړي. دا ډول استخباراتي دسیسې نه‌شي کولی زمونږ د نظام او مشرانو په اړه ذهنونه مغشوش کړي او خپلو شومو موخو ته ورسيږي.

په امریکا کې د نړیوالو اړیکو استاد حسن عباس په «طالبانو ستنیدل» نومی کتاب کې څرګنده کړې، چې «طالبان ( اسلامي امارت) » په خپلو کړنو کې خپلواکي نه‌لري.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په‌دې باور دي، چې د دې کتاب محتوا د لیکوال او استخباراتي ارګانونو تر منځ د اړیکو ښودنه کوي؛ خو د اسلامي امارت دنده ده، چې د هېواد د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه کره موضوعات د تاریخ په توګه ثبت کړي، چې بهرنیانو ته د داستانونو د لیکلو فرصت پیدا نه‌شي.

د یادونې ده، چې د دې کتاب لیکوال حسن عباس د امریکا په یوه دفاعي پوهنتون کې استاد دی؛ هغه دا کتاب په داسې وخت کې خپور کړی، چې اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دی.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!