نړۍ

په امریکا کې د زده‌کوونکیو د فراغت له مراسمو بهر پر ډزو ۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲)

پولیسو څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ د ویرجینیا په ریچموند کې یوه وسله‌وال د لیسې د فراغت له مراسمو بهر پر خلکو ډزې وکړې؛ دوه کسان یې ووژل او پېنځه نور ټپیان دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې، پولیسو ویلي، چې یو ۱۹ کلن شکمن یې د ډزو پر تور نیولی دی.

د ریچموند د پولیسو مشر ریک ادواردز په یوه خبري کنفرانس کې د بریدګر دا چلند کرکجن او ناځوانه وباله؛ ځکه داسې برېښېده، چې یوازې له یوه کس سره دښمني لري.

هغه وایي: کله، چې تاسې داسې ګڼه ګوڼه ولرئ؛ اړینه ده، چې بې ګناه خلک په ګډوډۍ کې راښکېل شي او دا هغه څه دي، چې همدا نن پېښ شول. ښکاره ده، چې دا باید یو خوندي ځای وای… دا رښتیا هم د خواشینوونکې ده، چې یو چا دې پېښې ته د ټوپک راوړلو پرېکړه وکړه او په ټولنه کې مو ترهګري رامنځته کړي.

د امریکا په عامه ځایونو؛ ښوونځیو، پلورنځیو او کلیساګانو کې ډله ییزې ډزې معمول ګرزېدلي دي.

د راپورونو له مخې، وروستۍ ډزې په امریکا کې د ۲۰۲۳ ږ. کال په لومړیو ۱۵۷ ورځو کې ۲۷۹ ډزې وې.

ادواردز ویلي، چې وژل شوي کسان د ۱۸ او ۳۶ کلونو عمرونه لرل او په ټپیانو کې یو ۳۱ کلن سړی سخت ټپي شوی دی.

دغه راز ویل کیږي: په دې ګډوډۍ کې يوه نهه کلنه ماشومه له يوه موټر سره ټکر شوه، چې له کبله يې يوشمېر نور کسان له غورزېدو ټپيان او یا هم وډارشول.

Trending

Exit mobile version