نړۍ
په امریکا کې د زوکړې نندارې پر مهال له ډزو ۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایالتي پولیسو او سیمه ییزو خبري رسنیو د یکشنبې پر ورځ (د وري ۲۷ / د اپریل ۱۶) د امریکا پر وخت په ډاګه کړې، چې د الاباما په دویل کوچني ښارګوټي کې د زوکړې د نندارې او نڅا پر مهال لږ تر لږه څلور کسان پر ډزو وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
دا ښار د آلاباما ایالت له مرکز مونتګومري څخه ۶۰ میله لرې پروت دی.
چارواکو ویلي، ډزې د شپې له ۱۰:۳۰ دقیقو وروسته پیل شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په دې ډزو کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د دې ډزو د عامل د هویت، انګیزې، وژنې او تېښتې په اړه جزیات خپاره شوي ندي. له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایدن یو ځل بیا د وسلو د ګرزولو او ساتلو د سختو قوانینو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
جو بایدن د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې: زمونږ ملت څه شي ته رسیدلی، چې اولادونه مو نشي کولی له وېرې پرته د زوکړې په ننداره کې ګډون وکړي!
په امریکا کې له دې وسلوال تاوتریخوالی سره، چې په کې څلور کسان یا ترې ډېر وژل شوي؛ د وسلوالو پېښو شمېر ۱۶۰ ته پورته شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې امریکایان تر اوسه د ۲۰۲۳ کال نیمایي ته هم رسېدلي ندي.
د دویل کوچنی ښار، چې نږدې درې زره نفوس لري یو کوچنی کلیوالي ښار دی؛ اوسیدونکي یې له دغه راز بریدونو سره عادت ندي. د دغې پېښې اکثره قربانیان هغه تنکي ځوانان دي، چې د زوکړې په ننداره کې یې برخه اخیستې وه.
ویل کیږي، چې یو شمېر میندې او پلرونه له ډزو ۱۳ ګړۍ وروسته هم د خپلو اولادونو په اړه د معلوماتو په لټه کې ول.