نړۍ
په امریکا کې د مهاجرو نیول به د جبري ایستلو لړۍ نوره هم چتکه کړي
د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې ( ICE ) افسرانو، د کورنیو غړو، وکیلانو او د خبري راپورونو له مخې؛ د نیویارک ښار، فینکس، لاس انجلس او سیټل په محکمو کې مهاجر نیولي دي.
د فډرالي مهاجرت چارواکو په روانه اوونۍ کې د امریکا له څو ښارونو څخه د مهاجرت د محکمو له څو ناستو وروسته لسګونه هغه کډوال ونیول، چې له دوه کلونو څخه کم وخت یې تېر کړی دی.
د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې ( ICE ) افسرانو، د کورنیو غړو، وکیلانو او د خبري راپورونو له مخې؛ د نیویارک ښار، فینکس، لاس انجلس او سیټل په محکمو کې مهاجر نیولي دي.
د کورنۍ غړو او مدافع وکیلانو ویلي، چې لږ تر لږه په ځینو نیول شویو کې د مهاجرت قاضیانو د مهاجرینو پر وړاندې فعالې قضیې لغوه کړې دي. دا اقدام ممکن امریکایي چارواکو ته اجازه ورکړي، چې د ایستلو جبري بهیر چټک کړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې جمهوري غوښتونکی دی نیت لري، چې په امریکا کې د ناقانونه مهاجرینو بېساری شمېر وباسي؛ خو دا شکایت یې هم کړی، چې د امریکا محکمو او موجوده قوانینو ادا هڅې ورو کړې دي.
د ICE هغه سپارښتنې، چې د روان کال په پیل کې خپرې شوي؛ کارکوونکو او افسرانو ته امر کوي؛ ټول هغه کډوال، چې مخکې خوشې شوي وه او د پناه غوښتنه یې نده کړې؛ هم د چټکې جبري ایستنې لپاره په پام کې ونیسي.
دا عملیات د شړلو د چټکولو لپاره یوه نوې سټراټیژي ښیي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي؛ له دې هڅې هدف دا دی، چې دې مهاجرو ته د پخواني ډیموکرات ولسمشر جو بایډن پر مشرۍ امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړ شوې وه؛ اوس شړل کیږي.
دې چارواکي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “ICE اوس قانون پلی کوي او دا غیرقانوني بهرنيان په ګړندي ایستلو کې اچوي. لکه څنګه، چې دوی باید پخوا ایستلي وه.”
د سېشنبې او چارشنبې په ورځو کې ICE د آریزونا په فینکس کې له کډوالۍ محکمې څخه بهر څو کسان ونیول.
د هغه تره هیلډا رامیرز د څرګندونو له مخې؛ په دوی کې جیوواني فرانسسکو او د هغې مور د مکسیکو له ګررو څخه له لیدلو وروسته، چې په ۲۰۲۳ کې په قانوني توګه د بایډن دورې CBP One اپلیکیشن په کارولو سره دې هېواد ته راننوتل،؛ د چارشنبې پر ورځ یې دوسیه لغوه شوه.
رامیرز، چې له خپلې خور او وراره سره د محکمې غونډې ته راغلې و وویل: “هغو حتی دوی ته د خپلو شیانو د راټولولو فرصت هم ورنکړ.”
