کوید۱۹
په امریکا کې د کرونا نږدې ۵۰ میلیون مثبتې پېښې ثبت شوې
(Last Updated On: ليندۍ ۲۰, ۱۴۰۰)
رویټرز د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې د کرونا ویرس مثبتو پېښو شمیر۴۹ اعشاريه ۷ میلیون ته رسیدلی دی.
راپور زیاته کړې، چې د کرونا ویروس له خپرېدو راپدیخوا په امریکا کې ۷۹۶ زره کسان مړه شوي دي.
رویټرز په ډاګه کړې؛ د نیویارک والي سپارښتنه کړې، چې په پوښليو عامه ځایونو کې پرته له هغو خلکو، چې کرونا واکسین یې کړي؛ نورو ټولو ته د ماسک اغوستل اړین دي.
په راپور کې راغلي، چې له دغو بندیزونو او محدودیتونو څخه سرغړونه به ۱۰۰۰ ډالره جریمه ولري.
په امریکا کې د شکرانې له ورځې راپدیخوا د کرونا ویرس خپرېدل هم ډېر شوي.