تازه خبرونه
په امریکا کې څه باندې۲۳۰ افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته ژوند کوي
ان بي سي نیوز د جمعې پر ورځ د رسمي څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په امریکا کې له ۲۳۰ ډېر داسې افغان ماشومان کډوال دي، چې مور او پلار یا پالونکي یې په افغانستان کې پاتې دي.
د اګست له ۳۰ راپدیخوا د کډوالو د بیا میشتیدنې فدرالي دفتر یا ORR ۱۰۴ ماشومان تر پالنې لاندې لري. په داسې حال کې، چې ۱۳۰ نور ماشومان د ایالتي حکومتونو یا نادولتي موسسو تر څارنې لاندې دي.
د ORR د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۴ ماشومانو څخه، چې اوس هم د فدرالي ادارو تر پاملرنې لاندې ژوند کوي؛ ۴۲ یې د کورنیو تر څارنې لاندې دي.
له ۱۵۰۰ څخه ډېر ماشومان د امریکایانو او افغانانو د نیمګړي تګ په بهیر کې، چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست کې له خپلوانو پرته امریکا ته ویستل شول او یا ولاړل؛ ORR له ۱۴۰۰ څخه ډېر د کورنیو غړیو یا نورو لویانو سره ځای پر ځای کړي دي.
د ان بي سي راپور له مخې؛ د ORR ویاند ویلي؛ موخه دا ده، چې ټول افغان ماشومان په امریکا کې له خپلو والدینو یا خپلوانو سره یوځای شي. که څه هم ډېر یې اوس هم له افغانستان څخه بهر کورنۍ نلري.
د لوتري د کډوالۍ خدماتي او اجرائیه چارو مشر کریش اومارا ویګناراجا ویلي؛ دغو ماشومانو د هر ماشوم په پرتله ډېرزیان تجربه کړې دی. دمګړۍ لومړیتوب دا دی، چې ژر تر ژره دا زیان منونکي ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي؛ ځکه دا ماشومان نشي کولی لسیزې پر تمه پاتې شي، چې امریکا د هغو کسانو په اړه خپله ژمنه پلې کړي، چې تر شاه یې پریښې دي.
له کابل څخه هره اوونۍ یوازې یوه الوتکه د ایستنې له وړ کسانو سره الوتنه کوي او ځینو هغو هېوادونو چې افغانان یې امریکا ته د ایستلو پر تمه کېنولي؛ د کډوالو منل بند کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند څرګنده کړې: مونږ پوهیږو، چې دا مهال د افغانانو لپاره درېیم هېواد ته د ویزې ترلاسه کول یا درېیم هېواد ته د ننوتلو لار موندل خورا ګران دي او د ډېرو کډوالو په څیر ممکن د خوندي تېښتې پر ځای له ننګونو سره مخ شي؛ خو مونږ خپل غوراوی او بیاکتنه په پام کې نیسو.
