کوید۱۹
په امریکا کې ژوندي پاتې کېدو ته د خلکو د هیلو کچه راټیټه شوې
د امریکا روغتیایي چارواکو په ډاګه کړې، چې له یوې پېړۍ راپدیخوا په ۲۰۲۱ کې د امریکایانو د ژوندي پاتې کېدو د هیلو کچه د پرلپسې دوه یم کال لپاره مخ پر ټیټېدو ده، چې یو علت یې د کرونا ویروس خپرېدا ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۰ کې امریکایان پدې تمه ول، چې ۷۷ کاله ژوند وکړي، چې دا هیله په ۲۰۱۹ کې د ۷۸.۸ وه، چې د ژوندي پاتې کېدو په کچه کې ټیټوالی ښیي.
د روغتیا د ملي احصایې مرکز ویلي: له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د ژوند په تمه کې کمښت په لویه کچه د کرونا وبا تر اغېز لاندې اټکل کیږي.
د دغو معلوماتو له مخې؛ د کروناویرس اړوند مړینې په ۲۰۲۰ کې د کمیدو درې پر څلورمه برخه جوړوي او په ۲۰۲۱ کې شاوخوا نیمایي کمښت لري.
رویټرز راپور ورکړی، چې د اصلي امریکایانو لپاره د ژوند تمه په ۲۰۲۱ کې یوازې ۶۵.۲ کاله اټکل شوې وه. په داسې حال کې، چې د تورپوستو لپاره ۷۰.۸ او د سپینو امریکایانو لپاره ۷۶.۴ کاله وړاندویېنه کېده.
روغتیایي چارواکو همدارنګه د نرینه او ښځو ترمنځ د ژوند تمې د اټکل زیاتیدوته نغوته کړې، چې د ۲۰۲۰ پر پرتله په ۲۰۲۱ کې زیاتوالی ښیي.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي میرمنو د ژوند تمه ۷۹.۱ کاله او د نرینه وو ۷۳.۲ کلونه ول.
تېر کال په امریکا کې کرونا ویروس د مړینې درېیم لوی لامل و. لکه څنګه، چې په ۲۰۲۰ کال کې و.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۰ کال له پیل راپدیخوا په امریکا کې له ۱.۰۴ میلیون څخه ډېر خلک له کرونا ویروسه مړه شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال کې له پیله په امریکا کې له کرونا ویروسه د مړینې کچه راټیټه شوې؛ خو بیا هم د ورځې ۴۰۰ ثبتیږي.