سیمه ییز خبرونه
په امنيتي ارگانونو كې د ښځو ونډه كمه ده
د ښځو مدافع ټولنې وايي، چې د افغانستان په امنيتي ارگانونو كې د ښځو وڼده كمه ده او په كار ده، چې په دغو ارگانونو كې د ښځو رول زيات شي.
د اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د ښځو ائتلاف رئيسې آمنې افضلي د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو د استازو په گډون يوه غونډه جوړه كړه، چې په امنيتي ارگانونو كې د ښځو ستونزو ته حل لاره ومومي.
د غونډې گډونوالو اندېښنه وښوده، چې په امنيتي ارگانونو كې به د ښځو وضعيت نور هم خراب شي.
جنرال خاټول، چې په امنيتي ارگانونو كې دنده لري وايي، كه ښځې وغواړي امنيتي ارگانونو ته لاره پېدا كړي، نو له گڼو ستونزو سره مخ كېږي.
په همدې وخت كې د ملي دفاع وزارت د بشري حقونو او جندر رئيس جنرال محمد جمعه ناصر او د كورنيو چارو وزارت د تفتيش رئيس پاسوال عبدالمسعود وايي:
دوى د ښځو د جلب او جذب له پروگرامونه بشپړ ملاتړ كوي.
ويل كېږي څلور سوه نهه شپېته ښځې د افغانستان په كورنيو چارو وزارت او له اووه نيم سوو ډېرې په دفاع وزارت كې په كار بوختې دي.