د هوا حالاتو بدلونونه

په انترکتیکا کې د کنګلونو اوبه کېدا نړۍ ته ګواښ دی

Published

on

نوې څېړنې ښیي، چې د انتراکتیکا کنګلونه مخ پر اوبه کېدو دي او کولی شي، چې نړیوال اقلیم، سمندري خواړو او ان د یخو سیمو ثبات ته ویجاړونکي پایلې رامنځټه کړي.

د یوې څېړنې له مخې، چې د چارشنبې پر ورځ ( د وري پر نهمه ) په نیچر مجله کې خپره شوې؛ ښایي تر ۲۰۵۰ ز. کال پورې به سویلي قطب کې د سمندر د ژورو اوبو بهیر ۴۰ سلنه لږ شي.

د اورګان ایالت پوهنتون اقلیم پوه آلن میکس ویلي؛ دا د حیرانتیا خبره ده، چې دا په چټکۍ سره پېښیږي.

د تودوخې له زیاتېدو سره، د انترکتیکا د کنګلونو اوبه اقیانوس سمندر ته ننوځي، چې ورسره د سطحي اوبو مالګینتوب او غلظت کموي. له دې سره به د بحرونو د اوبو د کښته کیدو بهیر کم شي، چې ورسره به د سمندرونو دوراني حالت ته ستونزې رامنځته کړي.

ویل کیږي، چې د یخ له اوبه کېدو سره به د اوبو اغېزې تر څېړنو لاندې ونیول شي؛ ځکه، چې دا د راتلونکې لپاره یوه بنسټیزه څېړنه ده.

د دې څېړنې یو لیکوال ستیو رینتول ویلي: د سمندر کښته غورزېدل غذایي موادو ته اجازه ورکوي، چې له لاندې څخه پورته حرکت وکړي او ورسره به میکروسکوپي ژوندي موجودات له نړیوال تولید او خواړو ووځي.

Trending

Exit mobile version