تازه خبرونه
په اندونیزیا کې د افغانستان د راتلونکي فکري خونې اوومه غونډه جوړه شوه
د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د باور جوړولو او د شته ننګونو د څېړلو لپاره د افغانستان د راتلونکي فکر فورم اوومه غونډه جوړه شوه.
دا غونډه له اسلامي امارت سره د تعامل د پالیسۍ د هڅو د دوام په توګه پرون (یکشنبه د زمري ۲۹ ) د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د مدني او سیاسي ټولنې د ۳۰ استازیو په ګډون د بهرنیو هېوادونو او اروپايي ټولنې یو شمېر دیپلوماتانو هم برخه اخیستې وه.
په دې ناسته کې د جاپان، مالیزیا، اندونیزیا، بلجیم، سویدن، کانادا، استرالیا، ناروې، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک دیپلوماتانو له افغان استازیو سره خبرې وکړې.
د دوحې د انستيتوت د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکت ويلي: په دې غونډه کې د باور جوړونې او په افغانستان کې د شته ننګونو د بيا کتنې او د باور جوړونې د احتمالي اقداماتو په اړه بحث وشو.
د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د اسلامي امارت له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم هم حضور درلود.
دغه راز په فرانسه کې د افغانستان د پخواني سفیر عمر صمد په ګډون یو شمېر سیاسي او مدني شخصیتونو هم برخه اخیستې وه.
دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د چین په کونمینګ ښار کې د سویلي اسیا د سوداګرو په شپاړسمه غونډه کې ګډون وکړ او له هېوادونو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل ریيس او د دې خونې د نړيوالو اړيکو مشر د سارک د غړیو هېوادونو په مشورتي غونډه کې ګډون وکړ او د سارک د غړیو هېوادونو د سترو ننګونو په اړه يې پر حل لارو خبرې وکړې.
د جنوبي اسيا د سوداګرۍ غونډه هم تېره اوونۍ د چين په کوربهتوب جوړه شوې وه، چې ګډونوالو د افغانستان پر اقتصادي وضعيت، د اوبو د مديريت، د برېښنا د توليد، د کرنې د ميکانيزم، د کانونو د استخراج او د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو په اړه خبرې وکړې.