د هوا حالاتو بدلونونه
په اندونیزیا کې سیلابونو او ځمکې ښویېدنې ۱۹ کسان مړه کړي او ۷ نور ورک دي
اندونیزیایي چارواکو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دې هېواد په لویدیځ سوماترا ولایت کې د څو ورځو سختو بارانونو، سیلابونه او ځمکې ښویېدنې له کبله له ۷۰ ډېر خلک کډه کولو ته اړ شوي؛ لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي او ۷ نور ورک دي.
له تېرې پنجشنبې راپدیخوا د دغه ولایت په مرکز پادانګ او اته نورو سیمو کې شاوخوا ۷۰۰ کورونه، لسګونه پلونه، ښوونځي او ۱۱۳ هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړ شوي دي.
د اندونیزیا چارواکو ویلي: د ژغورنې اداره د ورکو شویو کسانو په لټه کې ده؛ ۱۵۰ ژغورونکي د هڅو لپاره چمتو شوي، چې د ځمکې ښویدنې او سړکونو بندېدو له خنډ سره مخ کړي دي.
د ولایتي ژغورونکې ډلې مشر عبدالمالک په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ نن په لټون کې د پېښو ادارې بېلا بېلو ۱۵۰ کارکوونکي برخه لري.
د اندونیزیا له ناورین سره د مبارزې ادارې BNPB ویاند عبدالمهري ویلي، چې له سیمې ایستل شوي خلک په نږدې جوماتونو کې راټول شوي؛ خو د سرپناه لپاره هیڅ لنډمهاله پنډغالی جوړ شوی نهدی. رویټرز راپور ورکړی، چې دوی خواړه، اوبه او درمل ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې د اوبو د کمي له کبله یږشمېر نور خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
عبدالمهري زياته کړې، د پادانګ په ډېرو سيمو کې اوس هم سیلابونه راوتلي، چې د پادانګ پريامان په سيمه کې د ځمکې ښويېدنې له کبله د ۵۰ مټرو پر اوږدوالي سړکونه تړل شوي دي.
په راتلونکو څو ورځو کې د نورو زیاتو بارانونو له اټکل سره – سره اړوند ادارې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله د ډېرو نورو هغو خبرداری ورکړی دی.
د اندونیزیا باراني موسم په جنورۍ کې د هوا پېژندنې ادارې BMKG له وړاندویېنې سره، چې د لومړۍ ربعه یې په ځانګړي توګه د جاوا او سوماترا په ټاپوګانو کې پیل شوه.