نړۍ
په انډونیزیا کې د ۷.۷ درجې زلزلې له کبله لږ تر لږه ۳۸ کسان مړه شوي
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
د انډونیزیا چارواکو ویلي، د دې هېواد په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زلزلې او لسګونو وروستي ټکانونو له امله لږ تر لږه ۳۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان دي.
زلزله د شنبې پر سهار شوې او ژغورونکي هڅه کوي د زلزلې مرکز ته څېرمو سیمو ته ځان ورسوي.
له زلزلې وروسته په څو سیمو کې له یوه مټر څخه د کم لوړوالي د سونامي څپې ثبت شوې؛ خو شاوخوا درې ساعته وروسته د سونامي خبرداری لغوه شو.
د انډونیزیا د پېښو د ملي مدیریت ادارې مشر سوهاریانټو ویلي، د ماسپښین تر ۳ بجو ۳۸ کسان وژل شوي، دوه سخت ټپیان او ۱۱ نور سطحي ټپیان شوي دي. د هغه د څرګندونو له مخې، شاوخوا دوه زره کسان د ژوند ژغورلو لپاره خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د مائومره په بندري ښار کې ژغورونکو د ۲۰ کسانو مړي موندلي دي. همداراز شپږ ټپیان او دوه هغه کسان موندل شوي، چې تر خاورو لاندې بند پاتې ول.
انډونیزیایي چارواکي وایي، یو شمېر خلک اوس هم په زیانمنو ودانیو کې بند پاتې دي او ځمکښویېدنې هم څو لارې تړلې دي.
ژغورونکي اوس هم ناګیکائو سیمې ته، چې د زلزلې مرکز ته نږدې ده، نهدي رسېدلي. ځمکښوېدنو ځمکنۍ لارې تړلي او په دې سیمه کې مخابراتي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.
د ناګیکائو شاوخوا دوه زره اوسېدونکي ایستل شوي او کورونو، زېرمتونونو او دولتي ودانیو ته زیانونه اوښتي دي. د برښنا د پرې کېدا او د ټرافیکي ګڼېګوڼې راپورونه هم ورکړ شوي دي.
د ختیځې نوسا تِنګارا والي ویلي، لږ تر لږه پېنځه کسان د خوب پر مهال د ودانیو د نړېدا له کبله وژل شوي دي.
د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ویلي، زلزله ډېره سخته وه او ټکانونو یې شاوخوا یوه دقیقه دوام وکړ. په ځینو سیمو کې خلک د ژوند د ژغورلو لپاره له کورونو بهر وتښتېدل.
د تالیبورا سیمې یوه ۵۱ کلن اوسېدونکي ویلي، د زلزلې پر مهال ۱۳ کسان په کور کې وو او ټولو د ژوند د ژغورلو لپاره له کوره بهر ووتل.
د انډونیزیا د جیو فزیک ادارې ویلي، زلزله د ځايي وخت له مخې د سهار په ۴:۵۸ د ځمکې په ۱۵ کیلومټره ژوروالي کې شوې او وروسته یې څو ټکانونه هم ثبت شوې دي.
په ۱۹۹۲ز.کال کې هم دا سیمه ۷.۵ درجې زلزلې لړزولې او پراخ زیانونه یې اړولي وه.
انډونیزیا د «بحرالکاهل د اور کړۍ» په نوم سیمه کې پرته ده؛ هغه سیمه، چې د ځمکې د تختو د سخت فعالیت له کبله پر ځلونو د زلزلو او اورغورځوونکو غرونو د چاودنو شاهده وي.
نړۍ
د صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ د یکشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې سره یې په دې هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدا زمینه برابره کړه.
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
نوموړي دا کار په داسې حال کې کړی، چې د صربستان له وخت مخکې پارلماني ټاکنې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره کېږي.
ووچیچ ویلي، که د صربستان د پرمختګ غوښتونکي ګوند (SNS) پر مشرۍ نوی حکومت جوړ شي؛ ښايي دی لومړی وزیر وټاکل شي.
د صربستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان اوسنۍ مشره آنا برنابیچ به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې د لنډمهالې ولسمشرې دنده ترسره کوي.
د ولسمشرۍ ټاکنې باید تر ډېره په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.
راتلونکې پارلماني ټاکنې به د صربستان د پرمختګ غوښتونکی ګوند او د هغه متحدین د زدهکړیالانو له «زدهکړیالان بریالي کېږي» غورځنګ او د لویدیځ پلوو مخالفو ګوندونو له ائتلاف سره مخ کړي.
ووچیچ، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د صربستان د سیاست له مهمو څېرو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ز.کال کې ولسمشر وټاکل شو.
د هغه منتقدانو او د بشري حقونو ځینو ډلو د هغه حکومت د واک د زیات تمرکز پر هڅه تورن کړی؛ خو د صربستان چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
د ووچیچ استعفا په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې صربستان د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر کې د نوويساډ ښار د بیا رغول شوي ریلګاډي تمځي د سیوري د چت له نړېدا وروسته د زدهکړیالانو او د حکومت د مخالفانو له پراخو لاریونونو سره مخ شوی دی. په دغه پېښه کې ۱۶ کسان مړه شول.
ووچیچ د یکشنبې پر ورځ هم اعلان وکړ، چې ۴۹ کسان، چې د لاریونونو په تړاو نیول شوي یا محاکمه شوي وه، د فعالانو او د هغه د یو شمېر پلویانو په ګډون؛ له بښنې برخمن کړي دي.
نړۍ
ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د جګړو د پای ته رسولو وړاندیز رد کړ
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او په منځني ختیځ کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.
د ایران د وړاندیز له مخې، د هرمز سټراټیژیک تنګی به په اووه ورځو کې بېرته پرانیستل شي او په سیمه کې به جګړې ودرول شي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي:« زه د هغوی وړاندیز ردوم، ما د هغوی هوکړه رد کړې ده.»
هغه ادعا کړې، چې ایران د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو لپاره د هوکړې هڅه کوي؛ ځکه، چې د ده د څرګندونو له مخې، ایران له دغه تنګي څخه د عوایدو د کمېدو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د راپور له مخې؛ امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، چې پر تهران فشار راوړي او د هرمز تنګي خپل بندیز پای ته ورسوي. د تنګي له بندېدو سره د دې مهمې بحري لارې څخه د بېړیو د تګ راتګ په کچه کې د پام وړکمی راغلی دی.
والسټریټ ژورنال هم مخکې راپور ورکړی و؛ ټرمپ د ایران وړاندیز رد کړی او د امریکا یو شمېر چارواکو ویلي، چې نوموړی په دې اړه شکمن دی، چې ایران به د امریکا غوښتنې ومني.
د امریکا یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې د منځګړو له لارې له ایران سره خبرې« مثبتې او رغنده» وې.
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته ویلي؛ که امریکا د هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره جدي چمتووالی ولري، د دې کار لپاره ټول شرایط برابر دي.
عراقچي زیاته کړې، که امریکا هوکړه وکړي؛ ښکېل لوري کولی شي د دواړو خواوو پر منل شویو موضوعاتو پراخې خبرې پیل کړي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې هم په کې شاملېدی شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې تهران د خپل اټومي پروګرام او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو« زور او فشار» نه مني.
پزشکیان ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو د فشارونو، ګواښونو او بریدونو پر وړاندې به له ځان څخه دفاع وکړي.
رویټرز څرګنده کړې؛ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ پخوانۍ هڅې هم بریالۍ شوې نهدي. د راپور له مخې، جګړه د فبرورۍ پر اتهویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې او له هغې راپدېخوا د جګړو د درېدلو او بیا پیل ترمنځ روانه ده.
د راپور له مخې، په دې موده کې زرګونه کسان وژل شوي؛ د ایران دودیز پوځي ځواکونه کمزوري شوي او د دغه هېواد له مخکې کمزوری اقتصاد هم زیانمن شوی دی.
ایران او د هغه متحدینو هم د سیمې په بېلابېلو برخو کې بریدونه کړي دي. ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر متحدینو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي او په یمن کې یې حوثي متحدینو د سعودي عربستان پر ګټو بریدونه کړي دي.
نړۍ
ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړهراکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درېورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلافلرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بمغورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.
دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.
د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.
بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لیفینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.
شي جینپینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.
تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.
د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.
شي جینپینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لیفینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.
تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.
دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د شي جینپینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
څار3 days agoڅار: په پاکستان کې د کورني سیاسي بحران د پراخېدو اندېښنه
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډيآیخان برید د امنیت په ټینګښت کې د حکومت د ناکامۍ نښه ده – ایمل ولي خان
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه خراسان فاریاب ته ۰-۲ ماتې ورکړه
