تازه خبرونه

په اورګاډو کې له چین څخه افغانستان ته د سوداګریزو مالونو لیږد ځنډیدلی

Published

on

(Last Updated On: )

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي؛ پتیل شوې وه، چې له چین څخه افغانستان ته سوداګریز مالونه له ټاکلې لارې په میاشت کې دوه ځلې را ولیږدول شي؛ خو په دې برخه کې د مالیې وزارت ستونزې جوړې کړي دي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې له چین څخه په اورګاډو کې افغانستان ته سوداګریز مالونه راولیږدول شول، چې په دې سره اټکل کیده د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه به پراختیا ومومي؛ خو له هغې مودې تر اوسه بیا له چین څخه افغانستان ته په اورګاډو کې مالونه نه دي رالیږدول شوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خانجان الکوزی وایي،ریل بیا تیار دی، چې د سوداګرو مالونه انتقال کړي؛ خو هغه ستونزې، چې د افغان حکومت او په ځانګړي توګه د ماليي په وزارت کي رامنځته شوي راتلی نه شي.

د هغه په وینا؛ د مالیې وزارت د ستونزو د حل لپاره اقدام نه کوي.

د ولسي جرګې غړی صادقي وایي، مونږه هم له دي موضوع خبر یو که د ماليي وزارت دغه ستونزه حل نکړي؛ نو مونږ به يي عمومي غونډې ته وغواړو او پوښتنې په ترینه پیل کړو.

د مشرانو جرګې غړی محمداصف صدیقي وایي، زمونږ وزارتونه تر هغې پورې، چي خپلي شخصي ګټې په داسې پروژو کي پیدا نه کړي؛ کارونه ځنډوي. په ماليې وزارت کي فساد زیات دی؛ نو، ځکه دا پروژه له ستونزو سره مخ کول غواړي.

داقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان بیا وايي؛  په  ماليې وزارت کي داسې کسان شته، چې یو شمېر بهرنیو کړیو ته کار کوي.

د اقتصادي چارو کار پوه سید قیاس سعیدي وایي، په وزارت کې دا سې کړۍ شته چي نه غواړي افغانستان د ځینو هېوادونو له اقتصادي تړاوه ووځي. دوی په دې برخه کي اساسي قانون تر پښو لاندې کوي، باید د ریل ستونزه چټکه حل کړي

د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت مسوولینو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

خبریال : اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version