تازه خبرونه

په اوسني نظام کې د هر توکم او ولایت خلک کار کوي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۴۰۲)

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او چارسمبالی مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت ټولګډونې حکومتوالۍ ته ژمن دی او په اوسني نظام کې د هر توکم او ولایت خلک په لوړو او ټیټو بستونو کې کار کوي.

په دې کتنه کې، چې د جمعې پر ورځ (د چنګاښ دوه‌یمه) ترسره شوې؛ د ریاست الوزرا چارسمبالي دا هم ویلي؛ حکومت هڅه کوي، چې نورو څانګوالو ( متخصصینو ) او هېواد ته ژمن کسان وګوماري.

هغه ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام په فضا کې د مثبت تعامل غوښتونکي دي او په نړیوالو سیالیو او سیاستونو کې بې پرې دریځ لري او هیڅکله به د یوه لوري د راضي کولو لپاره د بل لوري پر وړاندې دریځ ونه‌نیسي.

دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي ویلي، چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غواړي او دوی هڅه کوي، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې اړیکې نورې هم غښتلې کړي.

فریدون سینیرلي اوغلو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د امنیت، له فساد سره د مبارزې او د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې ټولې نړۍ یې هرکلی کړی او له نږدې یې څاري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له دې مخکې د هېواد د کورنیو چارو او بهرنیو چارو له چارسمبالو وزیرانو په ګډون د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیده کاته کړي او هغوی ته یې ویلي، چې نړیواله ټولنه داسې اندېښنې هم لري، چې د افغانستان واکمن یې باید له پامه ونه غورزوي.

Trending

Exit mobile version