تازه خبرونه

په اوکراین کې میشت افغانان له روانې جګړې وروسته بلې کډوالۍ ته اړ شول

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۰)

یو شمېر افغان، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته اوکراین ته کډه شوي وه؛ اوس د روسي او اوکرایني ځواکونو په جګړو کې له دې هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

ډېري افغانان، چې له اوکراین څخه د وتلو په تکل کې دي؛ د منځنۍ اروپا هېوادونه یې د خپل وروستی تمځی په توګه ټاکلي.

دا مهال په اوکراین کې څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ ژوند کوي.

اوکراین ته کډه شوی سيد عمرشاه امير وایي: زه په اوکراين کې د افغان کډوالو د يوې ډلې مشري کوم؛ مونږ اوکراين ته د ارام ژوند تېرولو لپاره راغلو؛ خو له بده مرغه دلته هم جګړه پيل شوه، چې اوس ترې له وتلو پرته بله چاره نلرو.

هغه زیاتوي: اوس مو پرېکړه کړې، چې پولنډ ته ولاړ شوو او بيا به د مرکزي اروپا پر لوري له خپلوانو سره د یوځای کېدو لپاره خپل سفر روان وساتو. مونږ غواړو یو داسې ځای ته ولاړ شو، چې له ماشومانو سره په کې خوندي او هوسا ژوند وکړو.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت څرګنده  کړې، چې د سیمې له یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ټولنو سره په اړیکه کې دي، چې په اوکراین کې میشت افغانان خوندي ځای ته ولېږدول شي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل پیل شو. په دغو بریدونو کې سلګونه ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې په روانو بریدونو کې افغان وګړیو ته ځاني زیانونه ندي اوښتي.

Trending

Exit mobile version