نړۍ
په اوکرایین کې له ۷ زره ډېر روسي پوځیان وژل شوي
(Last Updated On: کب ۱۲, ۱۴۰۰)
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پوځي سلاکار د چارشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راپدیخو له ۷ زره ډېر روسي پوځیان وژل شوي او د لوړپوړیو افسرانو په ګډون سلګونه نور نیول شوي دي.
د اوکراین پوځي سلاکار الیکسي ارستوویچ په یوه ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې؛ د روسیې د پوځ یو قومندان هم له ټپي کیدو وروسته بیلاروس ته لیږدول شوی دی.
روسیې تېره پنجشنبه پر اوکراین برید پیل کړی دی.