تازه خبرونه

په اکتوبر مياشت کې له افغانستان سره د مرستې پیسې پای ته رسیږي- د خواړو نړيوال پروګرام

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۲)

په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام یا دبليو اف پي مشرې هيساو وي لي د جمعې پر ورځ رویترز ته په ډاګه کړې، چې د اوسنيو وړاندوينو له مخې د اکتوبر مياشتې تر پايه به له دې هېواد سره د خوراکي توکو د مرستو مالي زیرمې پای ته ورسیږي.

دغه بنست له دې مخکې په روان کال کې له اته میلیون افغانانو سره خپلې نغدي او مالي مرستې کمې کړې دي.

په افغانستان کې د دبلیو اف پي مشرې هیساو وي لي رویترز ته ویلي: پېنځه ميلیون خلک شته، چې مونږ کولی شو د څو نورو میاشتو لپاره مرسته ورسره وکړو؛ خو بیا به مونږ سرچینې ونه‌لرو. زه فکر کوم، چې دا زمونږ د وضعیت بېړنی حالت ښیي.

د خواړو نړیوال پروګرام د اټکلونو پر بنسټ: د اوسنۍ بودیجې او مالي مرستو څخه، چې په راتلونکیو میاشتو کې د تمویل کوونکیو هېوادونو لخوا ژمنه شوي؛ د خوراکي مرستو کمښت به د اګست په میاشت کې پیل شي، په سپتمبر کې به نور هم کم شي او په اکتوبر کې دریږي.

هيساو وي لي ويلي، دوی د اوس او راتلونکي کال د مارچ تر پایه شاوخوا يو ميليارد دالرو ته اړتيا لري.

د خواړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې؛ شاوخوا ۱۵ میلیون افغانان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

هیساو وي لي وایي: د خوراک نړيوال پروګرام يو میليارد دالرو ته اړتيا لري، چې د خوراکي توکو مرستې برابرې کړي او د اوس او مارچ ترمنځ پلان شوې پروژې پلي کړي.

هغې دا هم ويلي، چې د خواړو نړيوال پروګرام به په افغانستان کې پاتې شي او خپلې نورې چارې لکه د تغذيې پروژې، که څه هم په مالي مرستو کې کموالى راولي.

نوموړې څرګنده کړې؛ مرستندويه هېوادونه د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو په اړه اندېښمن دي، خو وایي، چې د دبلیو اف پي  د ګټې اخيستنې نيمايي برخه ښځې او نجونې دي او دغه پروګرام اوس هم ښځو ته پاملرنه کولى شي.

هغې زياته کړې، چې په هېواد کې د سخت ژمي لپاره د خوراکي توکو د چمتو کولو کار بايد د اکتوبر تر مياشتې بشپړ شي او د ترسره کولو لپاره يې تر سل ميليون زياتو دالرو ته اړتيا ده. په ژمي کې د واورې اورښت له کبله د افغانستان په غرنیو سیمو کې مواصلاتي لارې پرې کیږي.

لي په ډاګه کړې: زمونږ د ساحې کارګران په دوامداره توګه بحث کوي، چې ولې دا مرستې باید کمې شي.

هغې ویلي: د هغه چا لپاره، چې وږي ماشومان لري؛ دا واقعیاً سخته ده، چې پوه شي ولې د دوی وږی ماشوم د مرستې لپاره نه غوره کیږي. په داسې حال کې، چې ممکن د نورو کورنیو وږي ماشومان وږي وي.

ملګري ملتونه له دې مخکې اړ شوي وه، چې د خپلو بشري مرستو پروګرام لپاره تمویل کم کړي؛ ځکه، چې بسپنه ورکوونکي شاته شول. هغوی وايي، د مرستو کمېدل تر یوه حده د نړیوالو بحرانونو او د حکومت پر بودیجې د فشار او همدارنګه پر ښځو د محدودیتونو له کبله دي.

Trending

Exit mobile version