نړۍ

په اکوادور کې زلزلې ۳۹۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

رویترز راپور ورکړی، چې د شنبې پر ورځ ۶.۸ درجې زلزلې د اکوادور او شمالي پیرو ساحلي سیمې ولړزولې؛ کورونو، ښوونځیو او طبي مرکزونو ته یې زیانونه اړولي او په کې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي ۳۸۰ نور ټپیان دي.

د امریکا ځمکپوهنې ادارې دا زلزله د رښتر پر کچه ۶.۸ درجې ښودلې او څرګندوي؛ مرکز یې د ګویاس ولایت له بالائو ښاره شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې د ځمکې په ۶۶.۴ کیلومتره ژوروالي کې دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ داسې نه ښکاري، چې دا زلزله دې سونامي رامنځته کړي.

د ولسمشرۍ د مخابراتو ادارې ویلي؛ زلزلې ۱۴ کسان مړه کړي او له ۳۸۰ ډېر کسان یې ټپیان کړي، چې ډېري یې په ال اورو ولایت کې دي.

دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ لږ تر لږه ۴۴ کورونه ویجاړ شوي او ۹۰ نور زیانمن دي. شاوخوا ۵۰ تعلیمي ودانۍ او له ۳۰ ډېر روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې د زلزلې له کبله د ځمکې ښویېدو ګڼې لارې بندې کړې دي. دغه راز د سانتا روزا هوایي ډګر لږ زیانمن شوی؛ خو فعال ساتل شوی دی.

دغه راز رویترز راپور ورکړی، چې د پیرو چارواکو ویلي؛ زلزله د هېواد په شمالي سیمه کې احساس هم شوې؛ خو د خلکو او ودانیو د زیان په اړه سمدستي راپور ورکړ شوی ندی.

Trending

Exit mobile version