سیمه ییز خبرونه

په ایران کې خونړۍ چاودنه “ترهګریز برید” ښکاري؛ شونې ده، چې داعش کړې وي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۴, ۱۴۰۲)

رویټرز د امریکا د یوه لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دوه چاودنې، چې د چهارشنبه پر ورځ په ایران کې د مراسمو پر مهال څه نا څه ۱۰۰ کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل د داعش د هغه ډول “ترهګریز برید” په څیر ښکاري، چې په تېرو وختونو کې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د بایډن د حکومت دغه چارواکي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: دا یو ترهګریز برید ښکاري؛ هغه ډول، چې په تېرو وختونو کې یې داعش  پر ترسره کولو لیدل شوی دی. تر کومه ځایه، چې مونږ پوهیږو؛ زما په اند دا یو ډول برید دی، چې اوس یې اټکل کیږي.

دا مراسم د سپای پاسداران د قومندان قاسم سلیماني په یاد نمانځل کېدل، چې په ۲۰۲۰ کې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا ووژل شو.

ویل کیږي، چې د چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په ایکس پاڼه کې ادعا کړې، چې دا برید د امریکا او اسرائیل کار دی او ترهګر یې لاسپوڅي دي.

 

http://tinyurl.com/5bw2eny6

Trending

Exit mobile version