تازه خبرونه

په ایران کې د افغان ماشومانو پر زده‌کړو بندیز ولګول شو

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ځورنې له روان بهیر سره همهاله ایراني چارواکو د تهران په ښوونځیو کې د اسناد نه لرونکو افغان ماشومانو نوم‌لیکنه بنده کړې ده.

Published

on

د ایران د پلازمېنې تهران چارواکو ښوونځیو ته لارښونه کړې، چې په خصوصي او دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو له نوم‌لیکنې ډډه وکړي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او ځورنې له روان بهیر سره همهاله ایراني چارواکو د تهران په ښوونځیو کې د اسناد نه لرونکو افغان ماشومانو نوم‌لیکنه بنده کړې ده.

د تهران د ښوونې او روزنې عمومي مدیر مجیبد پارسا ویلي، چې هيڅ دولتي او خصوصي ښوونځي د افغان کډوالو د ماشومانو د نوم‌لیکنې حق نلري.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ تېر کال شاوخوا ۶۰ زره افغان ماشومانو د تهران په ښوونځیو کې زده‌کړې کولې، خو اوس یوازې هغه ماشومان، چې د هویت تصدیق شوي اسناد لري کولی شي د نوي ښوونیز کال لپاره نوم‌لیکنه وکړي.

دغه راز د ماشومانو د ژغورنې ټولنې ویلي، چې پر منځنۍ کچه په هرو ۳۰ ثانیو کې یو کډوال ماشوم له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته را شړل کیږي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي: «سږ کال له ایران او پاکستان څخه له ۸۰۰ زره ډېر ماشومان افغانستان ته راغلي او د هرو ۴ ماشومانو درې یې له ایران څخه راستانه شوي دي. دا د تېر کال د ماشومانو د ټول شمېر دوه برابره دی.»

د چارو د یوشمېر شنونکو د ټینګار له مخې؛ د افغانستان حکومت باید له ګاونډ هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره په ځانګړي توګه ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پولیس هم په اسلام‌آباد او راولپنډۍ ښارونو کې یو شمېر افغانان نیسي او په دې وروستیو اوونیو کې یې دا پروسه ګړندۍ کړې؛ خو هغه کسان، چې د پیسو ورکولو توان لري د نغدو پیسو په بدل کې خوشې کیږي.

Trending

Exit mobile version