سیمه ییز خبرونه
په ایران کې د یزد نومي نوي خصوصي هوايي شرکت پرانیسته وشوه
(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱)
سره له دې، چې د ایران ملکي هوایي چلند سکتور د امریکا له بندیزونو مخ دی؛ یو نوی خصوصي هوايي شرکت یې کار پیل کړ.
د جمعې پر ورځ د ایران د ګرځندوی وزارت لوړ پوړیو چارواکو یزد ایر نومی هوایی شرکت په تاریخي ښار یزد کې پرانیست.
د یزد ایر لومړۍ الوتنه د ایران له پلازمېنې تهران څخه د یزد ښار صدوقي هوايي ډګر ته تر سره شوه.
دا شرکت د عراق نجف، دوبۍ، استانبول او ممبۍ ته د نړیوالو الوتنو لپاره دوه ایربس ایی – ۳۱۰ ډوله الوتکې لري او د کورنیو الوتنو لپاره دا شرکت دوه بریتانوي الوتکې کاروي.
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د خصوصي سکتور پانګوالو د یزد ایر د پیلولو لپاره شاوخوا ۱۰ تریلیون ریال (نږدې ۲۲ میلیون دالر) مرسته کړې ده.