تازه خبرونه
په ایران کې شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي – د ایران کورنیو چارو وزیر
سکندر مومني له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی؛ هغه افغانان، چې ناقانون په ایران کې ژوند کوي باید خپل هېواد ته ستانه شي.
که څه هم په وروستیو ورځو کې له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر کم شوی؛ خو د ایران کورنیو چارو وزیر ويلي؛ دمګړۍ په دغه هېواد کې شپږ میلیون افغان کډوال ژوند کوي، چې دوه میلیون یې ناقانونه دي.
سکندر مومني له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی؛ هغه افغانان، چې ناقانون په ایران کې ژوند کوي باید خپل هېواد ته ستانه شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر سکندر مومني زیاته کړې؛ تر اوسه له ایران څخه یو میلیون ناقانونه افغان کډوال جبري ایستل شوي دي.
سکندر مومني ادعا کوي، چې له ایران څخه ۷۰ سلنه کډوال په خپله خوښه او درناوي سره ایستل شوي دي. په داسې حال کې، چې څارونکي بنسټونو ویلي، چې کډوال په سخت وضعیت او زور سره را ایستل کیږي.
د ملګروملتونو اړوند بنسټونو د راپور له مخې؛ د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه له ایران څخه څه باندې یو اعشاریه څلور میلیون کډوال را ایستل شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، چې له ایرانه د افغان کډوالو په زوره ایستل په ځانګړي توګه د افغانستان په ناسمو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې د انساني کړکېچ د زیاتوالي لامل شوي دي.
یو شمېر راستانه شويو هم ویلي، چې له ایران څخه د راستنېدا پر مهال د توکو د نهلېږدولو، وهلو ټکولو او سپکاوي سره مخ شوي دي.