سیمه ییز خبرونه
په ایران کې لږ تر لږه ۵ زره اعتراض کوونکي ووژل شول
دې چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله ونهغوښتل، چې نوم یې واخیستل شي؛ د وژنې مسوولیت یې د “ترهګرو او وسلوالو بلواګرو” پر غاړه واچاوه.
یو ایراني چارواکي د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ د دې هېواد چارواکو تائید کړې، چې په وروستیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي، چې شاوخوا ۵۰۰ یې امنیتي ځواکونه دي.
دې چارواکي د موضوع د حساسیت له کبله ونهغوښتل، چې نوم یې واخیستل شي؛ د وژنې مسوولیت یې د “ترهګرو او وسلوالو بلواګرو” پر غاړه واچاوه.
رویټرز خبري سرچینې د دې چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ترټولو سختې نښتې او د قربانیانو ترټولو لوی شمېر د ایران د شمال لویدیځ په کُردي سیمو کې رامنځته شوي. هغه سیمې، چې د ناکراریو په وروستیو ورځو کې د ډېر تاوتریخوالي شاهدې وې.
چارواکي دا هم ویلي؛ ” شونې ده، چې دا شمېر نور هم لوړ شي”.
هغه ادعا کړې، چې اسرائیل او ځینې نورې ډلې د لاریونکوونکو ملاتړ کوي.
ایراني چارواکي بې ثباتي تل “بهرانیو دښمنانو ” ته منسوبوي. په داسې حال کې، چې خپلواکې ادارې بېلابېل شمېر وړاندې کوي.
په امریکا کې د بشري حقونو ټولنې “هارانا” د ۳ زره او ۳۰۸ کسانو وژنه تائید کړې او له ۴ زره څخه د زیاتو کسانو وژنه تر څېړنو لاندې ده. دې ادارې له ۲۴ زره څخه د ډېرو کسانو نیول اعلان کړي دي.
دغه راز په ناروې کې د کُردانو د بشري حقونو ټولنې “هنګا” راپور ورکړی، چې د ډسمبر په وروستیو کې پیل شوي پراخ لاریونونه او خونړۍ نښتې؛ د ایران په شمال لویدیځ کې رامنځته شوې دي.