تازه خبرونه

په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.

پیټ هګسټ له سي‌بي‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.

د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.

هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.

Trending

Exit mobile version