سیمه ییز خبرونه

په ایران کې وسله‌والو له ځوابي بریدونو څو ورځې وروسته نهه پاکستانیان ووژل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۴۰۲)

ناڅرګندو وسلهوالو د شنبې پر ورځ د ایران د جنوب ختیځ په یوه ناامنه سرحدي سیمه کې نهه پاکستاني کارګر په داسې حال کې وژلي، چې پاکستان او ایران له ځوابي بریدونو وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه پیل کړې ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تهران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو ویلي: د ایران په سراوان کې د نهو پاکستانیانو پر وحشتناکه وژنه سخت خواشینی شوی یم. سفارت به له غم ځپلیو کورنیو سره پوره مرسته وکړي. مونږ له ایرانه وغوښتل، چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.

د ایران دولتي رسنیو ویلي؛ پولیسو د هغو درې وسله‌والو د نیولو لټه پیل کړې، چې له ډزو وروسته تښتېدلي دي.

د بشري حقونو ډلې بلوچ هالواش په اوبپاڼه کې لیکلي؛ وژل شوي کسان پاکستاني کارکوونکي وه، چې د موټر د رغونې په یوه ورکشاپ کې یې کار کاوه. د دې ډلې د څرګندونو له مخې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د سیستان‌ او بلوچستان ایالت په سراوان کې د دغه برید پړه تر اوسه کوم کس یا ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي: دا یوه وحشتناکه او د شرم وړ پېښه ده او مونږ یې پر کلکه غندو. مونږ له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې یوو او له دې پېښې سره د سمدستي چلند او ښکېلو کسانو ته د حساب ورکولو بر اړتیا ټینګار کوو.

دا ډزې په داسې حال کې شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې پر ورځ پاکستان ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه برید غندلی دی.

هغه په ​​یوه خبرپاڼه کې ویلي: ایران او پاکستان به دښمنانو ته اجازه ورنه‌کړي، چې د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ اړیکې زیانمنې کړي.

د سیستان او بلوچستان ناکراره سیمه له اوږدې مودې راپدیخوا د امنیتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکیو وسله‌والو او قاچاقبرانو ترمنځ د جګړو ډګر دی.

Trending

Exit mobile version