سیمه ییز خبرونه
په ایران کې ځانمرګي دوه پولیس افسرانو ته مرګ او ژوبله واړوله
د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.
د شنبې پر ورځ (د مرغومي اتمه) د ایران د هرمزګان ولایت د بندر لنګه د پوځي استخباراتو مشر مجتبی شهیدي تختي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او یو پولیس ټپي شوی دی.
د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.
د بندر لنګه امنيه قومندان فواد مرادزاده تسنيم خبري سرچینې ته ويلي: ” نن ماښام امنيه قومندانۍ ته څېرمه يوه امنيتي پېښه رامنځته شوې ده.”
د بندر لنګه والي دې ته په نغوته کې ویلي، چې له پېښې وروسته په سمدستي توګه امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته واستول شول. په دې ځانمرګي بريد کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
د تسنیم د خبر له مخې؛ ځانمرګي بریدګر د ریموټ کنټرول پر کارولو د پولیسو د دوه افسرانو د تګ – راتګ په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د ایران د انصارالفرقان اهل سنت وسله والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې دې برید مهم استخباراتي کسان پر نښه کذي دي.
سیمه ییز خبرونه
هوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.
د یمن حوثي غورځنګ هوايي شرکتونو او مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو او هوايي حریم څخه له ورتګه ډډه وکړي. دې غورځنګ د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر له خونړي برید وروسته د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم شوني هدفونه بللي دي. په دې برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د یکشنبې پر ورځ د هوايي شرکتونو لپاره د دې غورځنګ خبرداری بیا تکرار کړی او څرګندوي، چې د سعودي عربستان هوايي ډګرونه او هوايي حریم ښايي په راتلونکو پوځي عملیاتو کې پر نښه شي.
د یاد غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مکې مکرمې او مدینې منورې سپېڅلي ښارونه له دې خبرداري څخه مستثنا دي.
سریع له هوايي شرکتونو او مسافرو غوښتي، چې دغه ګواښ جدي وګڼي.
دغه راز نوموړي سعودي عربستان تورن کړی، چې د بریدونو د مخنیوي هڅې یې ناکامې وې.
حوثیانو په دې خبرپاڼه کې د شنبې ورځې د برید مسوولیت نېغ پرنېغه نهدی منلی؛ خو ایرانپلوه دې غورځنګ له دې مخکې ویلي وه، چې د پنجشنبې پر ورځ یې پر همدې هوايي ډګر د نورو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.
په هغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او یوه الوتکه زیانمنه شوې وه.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، چې د شنبې ورځې په برید کې له وژل شویو ۱۲ کسانو څخه څلور د سعودي عربستان، دوه د بنګلهدېش او یو ـ یو د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر وګړي وه.
دغه برید د سعودي عربستان د مهمو بنسټونو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
دغه راز دا اندېښنه زیاته شوې، چې د سیمې د پراخېدونکې جګړې له کبله به نړیوال هوايي ټرانسپورټ هم له خنډونو سره مخ شي.
عیني شاهدانو په هوايي ډګر کې د وېرې او ګډوډۍ له صحنو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د لوګي له پورته کېدا وروسته مسافر له ترمینل څخه د وتلو په لټه کې ول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم له برید وروسته د هوايي ډګر له ودانۍ پورته کېدونکی لوګی لیدل کیږي.
دغه پېښه د هغو جګړو له پیل راپدېخوا، چې په فبرورۍ کې د اسرائیلو، امریکا او ایران ترمنځ پیل شوې، پر یوه عربي خلیجي هېواد تر ټولو خونړی یوازنی برید بلل شوی دی.
په وروستیو اوونیو کې حوثیانو پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ زیاته کړې او د دغه هېواد اقتصاد ته پر مهمو بنسټونو یې د بریدونو ګواښونه کړي دي.
سعودي عربستان هم په یمن کې د حوثیانو پر مورچو هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له سعودي عربستان سره د حوثیانو پر ضد د نورو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر امکان غور کوي.
له ټرمپ څخه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا به په بریدونو کې برخه واخلي؛ ویلي، چې پرېکړه یې تر دې دمه نه ده شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې د هغه ادارې په دې وروستیو کې د وروستي برید په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه بریدونه غندلي او تائید کړې یې ده، چې په پېښه کې یو امریکايي وګړی وژل شوی دی.
بریټانیا هم دا برید غندلی دی.
د دې هېواد د دفاع وزیر ویس سټریټینګ ویلي، چې بریټانیا له وړاندې سعودي عربستان ته د هوايي تېلو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي او ښايي د اړتیا په صورت کې نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې بریټانیا اوسمهال د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پلان نهلري.
سټریټینګ ویلي، پر ملکي هدف برید په هېڅ حالت کې د توجیه وړ نهدی او وایي، چې د پراخې جګړې لپاره پوځي حللاره نشته.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د دغه برید له کبله خپله خواشیني څرګنده کړې او هغه یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین هم دغه پېښه د کړکېچ خطرناکه پراختیا بللې او له سعودي عربستان سره یې خپل پیوستون څرګند کړی دی.
پاکستان، مصر او قطر هم دغه برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول بریدونه سیمهییز ثبات او د ملکي وګړو امنیت ګواښي.
پر بریدونو او تاوتریخوالي سربېره تمه کېده، چې د ریاض په هغه سیمه کې د انرژۍ یو لوی کنفرانس د پلان له مخې ترسره شي، چې هوايي ډګر ته نږدې موقعیت لري. د کنفرانس تنظیموونکو تائید کړې، چې د نړۍ د تېلو کانګرس به د اوکټوبر له یوولسمې څخه تر پېنځلسمې دوام وکړي.
دغه تازه کړکېچ په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ د پراخې جګړې د زیاتېدا اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي.
د حوثیانو لهخوا د سعودي عربستان پر مهمو بنسټونو د بریدونو د ګواښونو دوام د سیمې د هوايي سفرونو، د انرژۍ د تاسیساتو او مهمو اقتصادي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
سیمه ییز خبرونه
په ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګلهدېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې تائید کړې، چې د شنبې پر ورځ د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر په برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان دي.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، په وژل شویو کې څلور سعودي وګړي، د بنګلهدېش دوه وګړي او د امریکا، اردن، فلسطین، سوریې، سوډان او مصر یو ـ یو وګړی شامل دي. د چارواکو د وروستیو څرګندونو له مخې، په دې برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، روغتونونه د امبولانسونو او چورلکو له لارې د لېږدول شویو ټپیانو له ګڼې ګوڼې سره مخ شوي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د شنبې برید، چې له تېرو څه باندې لس کلونو راپدېخوا په سعودي عربستان کې تر ټولو مرګونی برید بلل شوی؛ له کوم مخکیني خبرداري پرته ترسره شوی دی.
د سعودي عربستان د ګواښونو د خبرداري سیسټم هم د برید په اړه کوم خبرداری نهو ورکړی.
د روانې اوونۍ په لومړیو دوه بریدونو کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر څلور کسان وژل شوي او د سعودي عربستان یوې سوداګریزې الوتکې ته، چې د هوايي ډګر پر تمځای ولاړه وه؛ درانده زیانونه اوښتي وه.
دغه مرګوني بریدونه په داسې حال کې رامنځته شوي، چې سعودي عربستان د ایران د ملاتړو حوثیانو پر وړاندې هوايي بریدونه کوي او په یمن کې د دې ډلې پر ضد د یمني حکومت د ځمکنیو عملیاتو ملاتړ کوي.
دغو بریدونو د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو کمزورۍ هم رابربڼدې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د سپینېماڼۍ بهر یې له خبریالانو سره خبرې کولې؛ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا واشنګټن د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان له بریدونو سره یوځای کېدا ته چمتو دی ویلي«: کېدی شي مونږ به دا موضوع وڅېړو.
مونږ همدا اوس د وروستي برید په اړه خبر شوي یوو؛ نو پرېکړه به وکړو. مونږ ډېر ژر اقدام کوو.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا بریدونه « د بېګناه ملکي وګړو ژوند ته ښکاره بېپامي» څرګندوي.
د یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې، هغه د شنبې پر ورځ په هوايي ډګر کې لومړی چاودنه ولیده او وروسته یې په ودانۍ کې یو شمېر ټپیان پر ځمکه پراته ولیدل.
د راپور له مخې، له لس ډېر امبولانسونه د پېښې ځای ته ورسېدل.
د رویټرز یوې ویډیو هم تائید کړې، چې د هوايي ډګر په ساحه کې امبولانسونه لیدل کېږي.
یوه ټپي مسافر رویټرز ته ویلي، چې د هوايي ډګر له بهر یې په آسمان کې د یوه شي د الوتلو ننداره وکړه او وروسته د الوتنو د وتلو دروازې ته نږدې د چت یوه برخه ونړېده.
په ریاض کې د امریکا سفارت ویلي، چې له بریدونو خبر دی او له ټولو امریکايي وګړو یې غوښتي، چې له یاد هوايي ډګر او شاوخوا سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵ز.کال کې د یوه عربي ائتلاف پر مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو، چې حوثیان د یمن له پلازمېنې صنعا څخه وباسي. حوثیانو یو کال مخکې صنعا نیولې او حکومتي ځواکونه یې له دې ښاره شړلي وه.
د رویټرز د راپور له مخې، د یمن جګړه خونړۍ پر ټپه ودرېده او د جګړو او لوږې له کبله سلګونه زره یمنیان ووژل شول. سعودي عربستان په ۲۰۲۲ز.کال کې له حوثیانو سره یوې هوکړې ته ورسېد، چې له مخې یې جګړه ودرول شوه.
خو دغه اوربند د روان اوړي پر مهال له منځه ولاړ. په دې لړ کې حوثیانو پر چټک پرمختګ د بابالمندب تنګی، چې د سرې بحیرې یوه مهمه سټراټیژیکه لار ده؛ د سعودي عربستان د ملاتړو حکومتي ځواکونو له کنټروله وایسته.
د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن حکومت په روانه اوونۍ کې د دغې سیمې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو تر اوسه یې محدود پرمختګ کړی دی. په همدې حال کې حوثیانو د یمن درېیم لوی ښار تعز کلابند کړی دی.
د الوتنو د څار اوبپاڼې «فلایټرادار۲۴ د معلوماتو له مخې، ریاض ته ټولې الوتنې یا نورو هوايي ډګرونو ته اړول شوي او یا لغوه شوې دي.
په یوه وخت کې یوازې یوه چورلکه د هوايي ډګر پر شاوخوا ګرځېده.
د پنجشنبې ورځې او د روانې اوونۍ د لومړیو بریدونو له کبله هم یو شمېر هوايي شرکتونو ریاض ته خپلې الوتنې ځنډولي یا لغوه کړې وې.
دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې ټاکل شوې ریاض د انرژۍ او پانګونې د سترو کنفرانسونو کوربهتوب وکړي.
د دغو کنفرانسونو تنظیموونکو د شنبې ورځې له بریدونو وړاندې ویلي وه، چې غونډه به د پلان له مخې ترسره شي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره ریاض ته تلی دی.
سیمه ییز خبرونه
سوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.
رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدا هممهاله؛ دې هېواد ته د پوځي مرستې پر وړاندې کولو غور کوي.
د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.
امریکایي چارواکی وایي: سعودي عربستان له سوریې غوښتي، چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځواکونه ولېږي؛ خو د سوریې د ولسمشر د رسنیو سلاکار احمد زیدان دا ادعا رد کړې ده.
یوه سوریایي ډیپلومات ویلي، سوریه د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړه ده؛ خو د سوریې د حکومت اصلي تمرکز پر کورنیو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول له کورنۍ جګړې وروسته د هېواد پر بیا رغونه دی.
دې ډیپلومات ویلي:« که سعودي عربستان د هر ډول پوځي همکاریو یا د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړي، دا همکاری به یوازې د رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو د تنظیموونکو دوهاړخیزو هوکړو په چوکاټ کې ترسره شي.»
سعودي عربستان له حوثیانو سره په نوې جګړه کې پر خپلې خاورې د دغې ډلې له څو اوونیو راکټي او بېپیلوټه الوتکو بریدونو وروسته؛ له امریکا او اروپا څخه نیولې تر منځني ختیځ هېوادونو پورې له بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او یرغلیزو ملاتړ غوښتنه کړې ده.
په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو مشري د یمن د حکومت د بېلابېلو ځواکونو لهخوا کیږي او سعودي عربستان یې هوايي ملاتړ کوي. دغو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د عملیاتو له پیل راپدېخوا یوازې محدود پرمختګ کړی دی.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سېشنبې پر ورځ ریاض ته سفر وکړ او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وکتل.
امریکایي چارواکي ویلي، دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ سعودي عربستان ته د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.
د سوریې دولتي رسنیو د احمد الشرع د بېرته ستنېدا پر مهال د هغه د بدرګې انځورونه خپاره کړي، چې په کې د سعودي عربستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د ولیعهد ورور خالد بن سلمان هم هغه تر الوتکې پورې بدرګه کوي. خالد بن سلمان د یمن د قضیې مسوولیت هم پر غاړه لري.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه4 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
